شاوخوا پنځه لکه افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي

یوه خوارځواکې ماشومه له خپلې مور سره

ملګري ملتونه وایي، شاوخوا نیم میلیون افغان ماشومان د شدېدې خوارځواکۍ له کبله روغتونونو کې بستر یا تر درملنې لاندې دي. ځینې کورنۍ وایي، ماشومانو او شیدې ورکونکو مېندو ته کافي اړین خواړه نه شي برابرولی.

د لغمان ولایت یو ۲۴ کلنه اوسېدونکې او د ۶ ماشومانو مور وایي د حسینې په نوم یوه دوه نیم کلنه لور په شدیدې خوار ځواکۍ اخته شوې ده.

دې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل، مېړه یې د خښتو بټۍ کې کار کوي او دومره پیسې نه ګټي چې خوارځواکې ماشومې ته پرې د ډاکټرانو له سپارښتنې سره سم خواړه برابر کړي.

ډېره ناروغه ده، ډاکتر ویل چې خوارځواکې ده، څه وکړو وس مو نشته، بې وزله یو، شیدې مې نشته، نو اوس څه خوړلی هم نه شي، څه څه وي، انسان یې وخوري شیدې به پیدا شي، دا چې څه نشته، زما شیدې هم نشته.
د لغمان یوه اوسیدونکې چې لور یې خوارځواکې ده

دا مېرمن زیاتوي چې د مروې په نوم د لېوره دوه کلنه لور یې هم په ورته حالت کې ده او د هغې مور هم کافي شېدې نه لري چې لور یې په دوامداره توګه د مور په شېدو مړه وي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي نعمت الله هم ازادي راډیو ته وویل چې د ثنا په نوم درې کلنه لور یې په شدیدې خوارځواکۍ اخته ده.

«دا یو نیم کال کېږي چې دا ناروغه شوې ده، ډېرو ډاکترانو ته مو بوتله،هغوی ورته یو رقم حلوا ورکړې وه چې هغې سره نسبتا ښه شوې وه خو اوس هغه حلوا هم نشته، بل زموږ بې وزلي ده، ښه خوراکونه مو په وس نه کېږي چې ورته وایې اخلو، کارونه مو هم نشته.»

ننګرهار ولایت کې یو روغتیایي رضا کار الفت الله محب زی وایي هره میاشت په خپل سیمه او ورته څېرمه څو ولسوالیو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو څارنه کوي خو په خبره یې د دوی په ولسوالۍ کې د دغو ماشومانو د درملنې امکانات خورا کم دي:

«ما دلته د اچین ولسوالۍ کلنیک اړوند سیمه کې شاوخوا ۶۰ ماشومان چک کړل د پټیو په ذریعه مې د هغوی د مټو اندازه واخیسته چې دې ۶۰ ماشومانو کې ۱۲ یې په خوارځواکۍ اخته وو، ۴ یې په شدید ډول او ۸ نور یې په متوسطې توګه اخته وو، هغوی مو روغتون ته ولېږل،خو کلنیک د سوی تغذیه ماشومانو لپاره هغه مواد هم کم وي، ځکه ماشومان ډېر او مواد کم وي.»

دا په داسې حال کې ده چې (د سپټمبر په ۲۳ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق استازي تاج الدین اویواله په نیویارک کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې په تېرو نهو میاشتو کې، له نیم میلیونه ډېر افغان ماشومان د شدید ډنګروالي له امله په روغتیایي مرکزونو کې بستر شوي دي.

یونیسف وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین تر ټولو ډېر کم عمره ماشومان ځپلي دي.

د دغې ادارې په ټکو، په ټول افغانستان کې دا مهال ۳.۷ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او له ډلې یو میلیون یې په مرګوني حالت کې دي.

بلخوا ځینې روغتیا پالان له څلور کلونو کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ لامل د کورنیو بد اقتصادي حالت په ځانګړې توګه میندو له لوري د ماشوم د کافي تغذیې ستونزې بولي.
له ډلې د ماشومانو د تغذیې او نسایي ولادې څانګې متخصصه ډاکتره خوږه بابکرخېل د مور شېدې د خوارځواکۍ د مخنیوی لپاره مهمې بولي.

هغه ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي چې د مور له شیدو محرومه وي، میندې باید تل خپلې روغتیا ته پام وکړي، ضروري نه ده چې تل غوښه وخوري، هغه خواړه چې کور کې موندل کېږي مهمه ده چې سم یې پاخه کړي او وخوري،
د ماشومانو د تغذیې او نسایي ولادې څانګې متخصصه ډاکتره خوږه بابکرخېل

ډاکتر خوږه زیاتوي: «نو که یوه موره د ځان او ماشوم صحت سم وساتي، ماشوم یې هېڅ کله په خوارځواکۍ نه اخته کېږي، که یوه مور غواړي چې زیاتې شیدې ولري، باید مایعات لرونکي خواړه ډېر وخوري.»

ډاکتره بابکرخېل ټینګاري کوي چې میندې دې هڅه وکړي چې ماشوم ته د شیدو ورکولو پر مهال خپل مایعات لرونکي خواړه یا خوږ چای او یا اوبه وڅښي.

د نوموړې په وینا، خوارځواکي د ماشومانو پر وده، زده‌کړه او معافیت ناوړه اغېز کوي او د ناروغیو پر وړاندې یې زیانګالي زیاتوي.

د یادونې ده چې بېلابېلو نړیوالو ادارو او د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو اچ او) په خپلو بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي یوه جدي روغتیايي او ټولنیزه ستونزه بللې او بېوزلي، د خوړو کمښت، وچکالي، ناروغۍ او د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی یې د دې ناروغۍ مهم عوامل یاد کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت که څه هم تازه په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې ویلي، د خوارځواکۍ کچه هغومره نه ده، لکه د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالې ادارې یې چې یادونه کوي.