د کندهار د انارو یو شمېر بڼوال وايي، سږکال یې د وچکالۍ او مرضونو له امله انارو ښه حاصل نهدی کړی.
دوی وايي د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د چاودلو انارو شمېر له روغو هغو زیات دی او دا ښيي چې په حاصل کې به یې د پام وړ کموالی راشي.
د کندهار د ناوې ولسوالۍ د انارو یو بڼوال محمد اغا ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دوی په سیمه کې د انارو ګڼو باغونو مرض کړی دی.
هغه زیاته کړه: «سږ کال انار سخت مرض ووهل، چې له امله یې انار په پراخه کچه زیانمن شوي دي، انار چاودلي دي، شل یا دېرش سلنه یې روغ دي او اویا یا اتیا سلنه یې خراب دي.»
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د انارو یو بڼوال سردار بیا ازادۍ راډيو ته وویل، چې سختې وچکالۍ یې انار ښه حاصل ته نهدي پرېښي. هغه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «بدبختانه چې د اوبو د نهشتوالي له امله انار ډېر تږي وو او انار هم خراب شوي دي، ژېړ شوي دي او کیفیت یې له لاسه ورکړی دی، نو ټوله ستونزه وچکالۍ رامنځته کړې ده.»
دی وايي چې یواځې وچکالۍ نه، بلکې بېوخته بارانونو هم د انارو په ګډون د کندهار تازه مېوې زيانمنې کړې دي او حاصل یې د تېرو کلونو په پرتله لږ شوي دي.د کندهار د معروف ولسوالۍ یو اوسېدونکی ګل محمد بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د انارو د باغونو لپاره د اوبهخور سېسټم وربرابر کړي.هغه وویل: «غوښتنه مو دا ده چې اوبه ډېرې کمې دي، باید اوبه برابرې شي، ځکه سږ کال ټول انار ډېر چاودلي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان اوس مهال له سختې پرلهپسې وچکالۍ سره مخ دی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې بزګران زیانمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د اقلیمي بدلانه له امله د سختې وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت وار له مخه له بېوزلۍ سره مخ افغانان له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي دي.
په ورته وخت کې د کندهار د کرنې او اوبو لګولو ریاست هم مني چې په کندهار کې د وچکالۍ له امله د انارو په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.
د دغه ریاست ویاند حنیف حقمل طالبانو ته نږدې رسنۍ «حریت» ته ویلي دي، د تېر کال په پرتله سږ کال د کندهار د انارو حاصل ۳۰ سلنه کم شوی دی. هغه وویل چې اوس مهال د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په نږدې ۱۵ زره هکټاره ځمکه کې د انارو باغونه شته او تمه ده چې شاوخوا ۲۲۰ زره ټنه حاصل ورکړي، په تېر ۲۰۲۵ز کال کې دغه حاصل ۲۷۵ زره ټنه اټکل شوی و.
خو وچکالي هم د انارو د بڼوالو یواځېنۍ اندېښنه نهده، بلکې د مناسب بازار نهشتون بله هغه مسله ده، چې دوی یې د ستونزې په توګه بیانوي.
له ګاونډي پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندښت او په کورنیو بازارونو کې د مېوې د زیاتوالي له امله، په کورني بازار کې د انارو بیې له ۵۰ تر ۷۰ سلنې پورې راټیټې شوې ديد کندهار د انارو یو بڼوال محمد یونس
د کندهار د انارو یو بڼوال محمد یونس، ازادۍ راډيو ته وویل، له ګاونډي پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندښت او په کورنیو بازارونو کې د مېوې د زیاتوالي له امله، په کورني بازار کې د انارو بیې له ۵۰ تر ۷۰ سلنې پورې راټیټې شوې دي.
هغه وویل: «بازارونه یې هم ښه نهدي، تېر کال دغه چاودلي او خسي انار خلته په درې او څلور سوه افغانیو پلورل کېدل، خو سږ کال د یوې خلتې بیه آن اتیا او نوي افغانیو ته راکښته شوې ده.»
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولدک – چمن په ګډون ټولې سوداګریزې لارې د تېر ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر ترینګلتیاوو او نښتو زیاتېدو وروسته د پاکستان له لوري د هر ډول تگ راتگ او سوداگرۍ لپاره وتړل شوه، هغه گام، چې د دواړو لوریو سوداگر او سیمهییز وگړي یې له زیانونو سره مخ کړل.
له دې وړاندې د کندهار د انارو تر ټولو لوی بازار پاکستان و.
د راپورونو له مخې پاکستان ته هر کال له ۵۰ تر ۹۰ زره ټنه انار صادرېدل خو سږ کال چې د دواړو هېوادونو تر منځ لارې تړلې دي او په محدوده کچه د هوا له لارې د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو او منځنۍ اسیا ته د افغانستان انار صادرېږي، وار له مخه یې بڼوال له سختو اندېښنو سره مخ دي. دوی وايي د هوا له لارې د دوی د حاصلاتو لېږد خورا لوړ لګښت لري، چې دوی یې د ورکولو توان نهلري.