د بوست کلا د شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي، د دغه سړک ټول اوږدوالی شاوخوا ۷ کیلومتره اټکل شوی، خو له کلونو راهیسې په وران، ویجاړ حالت کې پروت دی، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دې سیمې یوه اوسېدونکي، اینجینر ندا محمد اڅکزي، ازادۍ راډیو ته وویل: «له دغه سړک څخه هره ورځ زموږ ولسونه شکایت کوي. د بوست کلا پر سړک زموږ ناروغان مړه شوي، د بوست کلا حاصلات او مېوې د لښکرګاه مرکز ته د لېږد پر مهال خرابېږي او له منځه ځي.»
اڅکزی زیاتوي، چې د دغه سړک د خرابوالي له امله سیلانیان هم د بوست کلا بیا لیدو ته زړه نه ښه کوي: «پر دغه سړک سیلانیان بوست کلا ته راځي، خو چې یو ځل راشي، بیا ورته زړه نه ښه کوي. وايي چې سړک ډېر خراب دی.»
د اڅکزي په خبره، دوی څو ځله دا موضوع له اړوندو ادارو سره شریکه کړې، خو تر اوسه د ستونزې د هواري لپاره عملي ګام نهدی پورته شوی. نوموړی وايي، اداري چارې تر یوه بریده مخ ته تللې دي، خو بودجه ورته نهده ځانګړې شوې.
ها خوا د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم وضعیت همدغه ډول دی.
د تخار د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکې یوه مېرمنه وايي، د دوی سړکونه دومره خراب دي، چې ډېر ځله پرې د موټرو د خرابېدو له امله په لاره پاتې کېږي.
دې، چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «سړکونه ډېر خراب دي، موټرې چې خرابېږي، مېرمنې هر څوک چې وي، یو ساعت، دوه ساعته، درې ساعته په لاره کې پاتې کېږي، ماشومان ناروغان کېږي، په ګرمۍ کې پاتې کېږي.»
د شمال لوېدیځ ولایت بادغیس یوه اوسېدونکي نور احمد هم ازادۍ راډیو ته وویل، ډېرو ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه خامه دي؛ هغه زیاته کړه: «یواځې د یوې ولسوالۍ، اب کمري سړک پوخ دی، نور د ولایت له مرکزه تر ولسوالیو ټول سړکونه خامه دي، موږ خپله د قادس ولسوالۍ یو، تر قعله نو پورې مو سړک خامه دی، هره جمعه په ډېرو ستونزو ځو او راځو.»
د ختیځ ولایت ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې اوسېدونکی حاجي جمیل وزیري هم په دې ولسوالۍ کې د یو شمېر خامه سړکونو له وضعیت څخه سر ټکوي.
ده ازادۍ راډیو ته وویل: «له وزیرو څخه تر تنګي پورې سړک خامه دی. بل حلقوي
خلک روغتون ته د ناروغانو رسولو او د کرنیزو حاصلاتو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ ديخوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې اوسېدونکی حاجي جمیل وزیري
سړک له پچیراګام څخه تر خوږیاڼو پورې خامه دی. د قیلغو لوی سړک، د نوکړخېلو سړک او د زاړه بازار سړک هم په خراب وضعیت کې دی. خلک روغتون ته د ناروغانو رسولو او د کرنیزو حاصلاتو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.»
د پلازمېنې کابل په ګډون د مرکزي ولایتونو د یو شمېر سیمو اوسېدونکو هم ازادۍ راډیو ته ورته شکایت وکړ.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د هېواد له ۹۲ سلنې څخه ډېر سړکونه خام دي.
د دې ادارې ویاند، محمد حلیم رافع، د روان کال د سېپټمبر پر ۱۵مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان له ټولو سړکونو یواځې ۷.۴ سلنه پاخه او ۹۲.۶ سلنه نور خام دي.
رافع زیاته کړې، چې دې ادارې د جغرافیایي معلوماتو د انسجام او تحلیل له لارې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سړکونو د شبکې ارزونه کړې ده. د دې ارزونې له مخې، د هېواد د سړکونو ټول اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره تثبیت شوی دی.
دغه معلومات په داسې حال کې خپرېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د روان لمریز کال په پیل کې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یواځې په کابل ښار کې ۴۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت د کابل ـ کندهار، سالنګونو، ترینکوټ ـ دهراوود، دشت ارچي ـ کندز، کندهار ـ سپین بولدک او همدارنګه د کابل ـ غزني، کابل ـ جلالاباد او هرات ـ چشت شریف د دوهیم لین سړکونو د جوړولو او بیارغونې د چارو د روانېدو خبر ورکړی و.
خو د ولایتونو او ولسوالیو له مرکزونو څخه لرې پرتو سیمو ته د سړکونو د پخولو او یا بیارغونې په اړه څه نهدي ویل شوي.
د ودانیزو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې سړکونه، د څو لسیزو جګړو له امله تخریب شوي دي؛ د دوی له ډلې اینجینر راحت ګل زیارمل وايي: «په پرمختللو ټولنو کې که د غره پر څوکه هم کوم کور وي، ورته سړک رسېدلی وي. له بده مرغه، په افغانستان کې د تېرو پنځوسو کلونو جګړو او ناخوالو له امله نه یواځې دا چې مواصلاتي لارې پراخې نهشوې، بلکې هغه موجود سړکونه هم له منځه ولاړل.»
ښاغلی زیارمل زیاتوي، چې د جمهوري نظام پر مهال لویو لارو ته یو څه پام وشو، خو کلیو او بانډو ته د لارو غځولو په برخه کې، چې د ده په خبره یو لوی شبکهیي سېسټم و، بشپړه پاملرنه ونهشوه. نوموړی وايي، که نظام دوام کړی وای، شونې ده، چې په تدریجي ډول ورته رسېدنه شوې وای.
زیارمل زیاتوي، کوم سړکونه چې هغه مهال جوړ شوي هم وو، اوس بېرته تخریب او نوي کولو یا رغونې ته اړتیا لري؛ هغه زیاته کړه: «قیر سړک باید په هرو ۱۵ کلونو کې نوی شي. که په افغانستان کې وضعیت همداسې دوام وکړي او دې ستونزې ته رسېدنه ونهشي، دغه سړکونه به له منځه ولاړ شي. سېلابونه، طبیعي افتونه، زیات بار او د وخت پر وخت ترمیم نهشتوالی د سړکونو د تخریب مهم لاملونه دي.»