له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال د خپلو لوڼو د زده کړو راتلونکې ته اندېښمن دي

انځور له ارشیف څخه ـ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدو پر مهال.

په وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوې یو شمېر کورنۍ وایي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز د دوی د لوڼو د راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي. ځینې کورنۍ وایي، لوڼو یې په پاکستان کې زده کړې کولې، خو افغانستان ته له ستنېدو وروسته له دې وېره لري چې د هغوی زده کړې به نیمګړې پاتې شي.

نویدخان چې نږدې درې میاشتې کېږي له پاکستانه افغانستان ته راستون شوی او اوس په کابل کې په یوه کرايي کور کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وایي لوڼو یې په پاکستان کې زده کړې کولې.

د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د رسمي زده کړو اجازه نه ورکوي. یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۱۴مه وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له ثانوي زده کړو محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له غوښتنو سره سره، دغه محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.

د طالبانو چارواکو پخوا ویلي وو چې د نجونو د زده کړو ځنډ موقتي دی او د شرایطو تر برابرېدو پورې به دوام وکړي. خو تر پنځه کاله واکمنۍ او ددوی په ادعا سرتاسري امنیت سره سره د نجونو د زدکړو څرک نشته.

له پاکستانه راستانه شوې هغه نجونې چې هلته په ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کې په زده کړو بوختې وې، په افغانستان کې له زده کړو د دوام یې یو له سترو ستونزو څخه ده. نویدخان چې نژدې درې میاشتې کیږي له پاکستانه افغانستان ته راستون شوی او اوسمهال په

د تعلیم له وجې سړی مایوسه شي، ځکه دلته په تعلیم کې کمزوري ده
نویدخان

کابل کې په یوه کرايي کور کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي وايي، هغه ازادي راډیو ته وویل"د تعلیم له وجې سړی مایوسه شي، ځکه دلته په تعلیم کې کمزوري ده".

خو د نویدخان ستونزه یوازې د لوڼو تر زده کړو محدوده نه ده. هغه وایي، پاکستاني پولیسو د پنجاب په چکوال سیمه کې د دوی یو دوکان لیلام کړی او دی له درانه مالي زیان سره افغانستان ته راستون شوی دی. نویدخان وایي، په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال، هغه مهال چې ماشوم و، له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شوی و.

هغه د خپل دوکان د لیلام په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ چې کوم مالونه لیلام شوي د یو دوکان دي، له نورو دوکانونو مو مالونه ایستي وو، خو د یو دوکان مال مو درې کروړه (دیرش میلیونه) پاکستانۍ کالدارې ارزښت درلود". هغه وایي، نږدې یو لک امریکايي ډالره زیان یې کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان، IOM، د ۲۰۲۶ کال د جولای تر پای پورې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمايي راهیسې شاوخوا ۲.۶۵ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. د همدې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نېټې تر ۲۰۲۶ کال د جولای تر پای پورې شاوخوا ۱.۸ میلیونه کسان ستانه شوي وو او نږدې ۱۲ سلنه یې جبري ایستل شوي وو.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. اسلام‌آباد وایي هغه کسان باسي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري، خو د راستنېدونکو په ډله کې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو د نیول کېدو او ایستلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د کابل لپاره یوه بله لویه ننګونه دا ده چې د راستنېدونکو په منځ کې ګڼ ماشومان او ځوانان دي. یونیسف وایي له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ټولو ستنو شویو کسانو شاوخوا ۶۰ سلنه ماشومان او ځوانان دي. د نویدخان په څېر کورنۍ وایي، له یوې خوا له اقتصادي ستونزو، د کور او کار له نشتوالي سره مخ دي او له بلې خوا د خپلو لوڼو د زده کړو د راتلونکې په اړه اندېښنه لري.