د نړیوال بانک په تازه راپور کې په افغانستان کې انفلاسیون او د افغانیو ارزښت ثابت بلل شوي

نړیوال بانک د افغانستان د اګست د میاشتې د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په روان مالي کال کې د طالبانو د حکومت لګښتونه د کورنیو عوایدو پرتله په چټکۍ زیات شوي او له همدې امله د بودجې کسر شاوخوا ۲.۱ میلیارد افغانۍ، (نژدې ۳۲.۳ میلیون ډالرو) ته رسېدلی دی.

د روان مالي کال ټول دولتي لګښتونه شاوخوا ۱۱۳.۶ میلیارد افغانۍ، (د ۱.۷۵ میلیارد ډالرو معادل)، ښودل شوي دي.

د امنیتي برخې لګښتونه ۵۱.۳ میلیارد افغانۍ، یا شاوخوا ۷۸۹ میلیون ډالره وو چې د حکومت د ټولو لګښتونو ۴۵.۲ سلنه جوړوي او تر ټولو لویه برخه ده.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې پر زیربناوو او طبیعي سرچینو ۹.۴ میلیارد افغانۍ لګول شوې دي.

«د افغانستان اقتصادي څارنه» په نوم د نړیوال بانک په دې راپور کې د افغانستان کلنی انفلاسیون ۶.۷ سلنه بلل شوی دی.

د راپور پر اساس، د اګست په میاشت کې د خوراکي توکو انفلاسیون په اووه سلنه کې ثابت پاتې شوی، خو د غیرخوراکي توکو انفلاسیون له ۷.۹ سلنې څخه ۶.۴ سلنې ته راکم شوی دی.

د نړیوال بانک په دې راپور کې د افغانستان کلنی انفلاسیون ۶.۷ سلنه بلل شوی دی.

د اقتصادي چارو متخصص اذرخش حافظي وايي، دې ته په کتو چې د اګست میاشت په دنیا کې اقتصادي وضعیت د بېلابېلو بحرانونو له کبله ډېر ښه نه و ، په دې راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت بد نه دی انځور شوی:

«له محدودیتونو سره سره بیا هم (د افغانستان) اقتصاد نسبي وده ښودلې او دا چې د تېر کال او تېرې میاشتې پرتله د انفلاسیون اندازه یو څه کمه شوې، دا مثبته ارزونه ده خو په هر صورت حقیقت دا دی چې د افغانستان اقتصادي وضعیت چې په همدې حالت کې پاتې شوی دا هم ښه دی، په دې خاطر چې هغه مولفات چې باید د اقتصادي ودې لپاره موجود وي، اکثره یې په افغانستان کې نه شته، مثلاً د افغانستان ملي شتمنۍ کنګل دي، زموږ بانکي ماسبات محدود دي او افغانستان د پراختیايي پروژو لپاره منایع نه لري.»

نړیوال بانک له نورو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ په اړه ویلي چې، ایران په بهرنۍ سوداګرۍ کې د افغانستان لپاره خپل لومړی ځای ساتلی دی. ایران د روان مالي کال په ترڅ کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و او د ټولو صادراتو ۳۱.۱ سلنه دې هیواد ته صادر شوي. له ایران وروسته چین، ازبکستان، متحده عربي امارات، هند، قزاقستان او ترکمنستان د افغانستان د صادراتو مهم بازارونه وو.

د وارداتو په برخه کې هم ایران د ۳۲.۹ سلنې ونډې په لرلو سره د افغانستان د وارداتو تر ټولو لویه سرچینه وه او ورپسې چین، متحده عربي امارات، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیه دي.

نړیوال بانک وايي، د اګست په میاشت کې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱.۳۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې د جولای پرتله ۱۹ سلنه او د تېر کال د اګست پرتله دوه سلنه زیاته ده.

په همدې میاشت کې د افغانستان واردات ۱.۱۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلي چې د جولای پرتله ۱۵ سلنه او د تېر کال د اګست پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.

د روان مالي کال په ترڅ کې د افغانستان ټول کورني عواید شاوخوا ۱۱۱.۵ میلیارد افغانۍ، یا ۱.۷۱ میلیارد ډالر، ښودل شوي دي. خو د لګښتونو د چټک زیاتوالي له امله د بودجې کسر ۲.۱ میلیارد افغانیو ته رسېدلی دی.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د اګست په میاشت کې د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندې ۱.۱ سلنه لوړ شوی دی.

نړیوال بانک وايي، که څه هم د بارانونو مناسب وضعیت او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي تمه شته، خو د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو د ودې چټکتیا د کمېدو په حال کې ده.

د دغه بانک په وینا، د بهرنیو مرستو کمېدا، په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ترانزیت کې ګډوډي او د سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله د ابهام زیاتوالی هغه عوامل دي چې د افغانستان اقتصادي فعالیتونه یې محدود کړي دي.