د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د یوې مرګونې چاودنې د قربانیانو د لېږد پر مهال پر امبولانسونو وسلهوال برید شوی چې په کې د ژغورنې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې مشر عمران فیضي ازادي راډیو ته ویلي، وسلهوالو هغه مهال پر امبولانسونو ډزې وکړې چې د درازندې د «امن مېلې» پر پوسته د چاودنې ټپیان او مړي یې روغتون ته لېږدول.
د ژغورنې ۱۱۲۲ د درازندې ساحوي مشر هستي خان شیراني ویلي، امبولانسونه د درابن پر لاره وو چې وسلهوالو پرې مخامخ برید وکړ.
د چارواکو په وینا، د لومړنۍ چاودنې او وروسته وسلهوالو بریدونو په پایله کې ټولټال ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي چې د ډیره اسماعیل خان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ویاند د برید مسوولیت پر تحریک طالبان پاکستان اچولی، خو تر اوسه د دې ډلې له لوري په دې اړه کوم دریځ نه دی خپور شوی.