دوی وایي، دا کار نه یوازې نورو ماشومانو سره مرسته کوي، بلکې خپله هم ورسره خپل درسونه تکراروي او علمي معلومات تازه ساتي. خو ټینګار کوي چې غیررسمي تدریس د ښوونځي او پوهنتون بدیل نه دی او د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بېرته پرانیزي.
د خوست ولایت اوسېدونکې هریوا وایي، کله چې د ښوونځي په اووم ټولګي کې وه، د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله له زده کړو پاتې شوه، خو اوس په خپل کور کې نورو ماشومانو ته د املا، لوست او انګلیسي په برخه کې مرسته کوي.
دا کار ما سره هم مرسته کوي، ځکه چې زه اړه کېږم چې مطالعه وکړم،کتاب او قلم سره نږدې پاتې شمهریوا د خوست ولایت اوسېدونکې
هغې ازادي راډیو ته وویل: «دا کار ما سره هم مرسته کوي، ځکه چې زه اړه کېږم چې مطالعه وکړم،کتاب او قلم سره نږدې پاتې شم،انګېزه مې هم دا ده چې پر موږ خو ښوونځي بند شوي،خو زده کړو سره مې مینه نوره هم زیاته شوې،او غواړم تر خپل وس پورې نورو ماشومانو او نجونو سره مرسته وکړم، دا ما ته خوشحالي راکوي، دوی رانه ډېر څه زده کړي دي.»هریوا وایي، خپلو وړو وروڼو ته چې په دویم او درېیم ټولګي کې دي، د پښتو املا او انګلیسي درس هم ورکوي.
خو یوازې هریوا نه ده.د کابل ښار اوسېدونکې فتانه چې په پوهنتون کې له زده کړو راګرځول شوې، وایي، نه غواړي له زده کړو او ښوونې سره خپله اړیکه له لاسه ورکړي.
له همدې امله یې د کورنۍ، خپلوانو او د سیمې د ماشومانو لپاره کوچني ښوونیز ټولګي پیل کړي دي.
فتانه وایي: «اوس دوه وخته څلور انلاین ټولګي یم، چې ځینې زده کوونکې مې له افغانستانه بهر دي، هغوی ته دینې درسونه او د پښتو لیک او لوست ور زده کوم، بل د ګاونډیانو مو هم یو دوه ماشومان راته راځي چې درسونو کې ستونزې ولري زه ورسره مرسته کوم،ډېری وخت نورو نجونو ته هم د لیکنو بڼې ور زده کوم.»
دوی ازادي راډیو ته وویل چې د ماشومانو ښوونه نه یوازې د بوختیا زمینه ورته برابروي، بلکې د خپلو زده کړو د دوام یوه لاره هم ورته ده. هریوا وړیا تدریس کوي، خو فتانه خپلو بهر مېشتو زدهکوونکو ته د ډېر کم فیس په بدل کې درس ورکوي.
د دغو نجونو په وینا، کله چې نورو ماشومانو ته درس ورکوي، خپلې زده کړې هم تکراروي او خپل علمي معلومات تازه ساتي. له زده کړو راګرځول شوې دا نجونې ټینګار کوي چې غیررسمي تدریس د ښوونځي او پوهنتون بدیل نه دی، بلکې د اوسني وضعیت په شرایطو کې د زده کړو د دوام یوه هڅه ده. دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند ذبیحالله همت د راپور تر خپرېدو پورې د دغو نجونو د غوښتنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو محدودیت ولګاوه او وروسته یې په پوهنتونونو، طبي انسټیټوټونو او یو شمېر نورو تعلیمي موسسو کې هم د نجونو د زده کړو مخه ونیوله.
له زده کړو د نجونو محرومول په افغانستان دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخ شوي، خو طالبان تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف، د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۲.۶ میلیونه افغانې نجونې له ثانوي زده کړو، یعنې له شپږم ټولګي پورته، محرومې شوې دي.