د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر کافي اوبو ته له نه لاسرسي او سختې وچکالۍ څخه سر ټکوي. دوی ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغو وروستیو کلونو کې پرلهپسې کال بل ته د سختې وچکالۍ له امله یې د کرنې حاصلات په کمېدو دي.
له دې ډلې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبداللطیف ازادۍ
دا څو کاله پرلهپسې وچکالي ډېره شوې، سیند او آن څاه کې اوبه کمې شوې ديعبداللطیف د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي
راډیو ته وویل: «دا څو کاله پرلهپسې وچکالي ډېره شوې، سیند او آن څاه کې اوبه کمې شوې دي، خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي، د کرنې وخت هم چې کېږي، ځمکې د وچکالۍ له امله وچې شوې وي، اوس مو څاهګانې آن څلوېښتو مترو ته ژورې کړې دي، خو بیا هم وچېږي، خلک داسې حال کې ژوند کوي چې که د شپې (اوبه) ولري د ورځې یې نهلري او چې د ورځې یې ولري، ماښام ته حیران وي.»
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی او بزګر اظهارالله هم له ازادۍ راډیو سره ورته اندېښنه شریکه کړه؛ هغه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «ډېر وخت کېږي چې وچکالۍ بزګران سخت ځپلي، زموږ ځمکې او فصلونه ځپل شوي، چې فصل وکرو، په نمایي کې وچوبه زیاته شي، زموږ حاصلات خورا کم شوي، ډېرې کرنیزې ځمکې مو له منځه تللې دي، یو خوا مو سېلابونو ځمکې یووړې بل خوا مو وچکالۍ فصلونه او حیوانات تلف کړل.»
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، سره له دې چې سږ کال یې په سیمو کې سخت ورښتونه او سېلابونه راغلل، خو د وچکالۍ ستونزه یې لا پر ځای ده.دغه افغانان له مرستندویه بنسټونو او اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې دې ستونزې ته د هواري لارې ولټوي.
د اوبو د مدیریت او چاپیریالساتنې ځینې افغان کارپوهان هم وچکالي په افغانستان کې پراخه، بېسارې او ننګوونکې بولي. له دې ډلې د اوبو د مدیریت او چاپېریالساتنې کارپوهـ عبدالباسط رحماني ازادۍ راډیو ته وویل، چې د بارانونو، سیندونو، واورو او د اوبو ناسمه کارونه، د اوبو نه مدیریت او د هوا بېساری ګرمښت د دې وچکالیو لاملونه دی.
ښاغلی رحماني د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پر ځواکمنولو ټینګار کوي او حللارې یې داسې وړاندیز کوي: «د ځمکې لاندې د اوبو د تقویې موثرې لارې په هره سیمه کې متفاوتې واوسي، ځکه د هرې سیمې جیولوژیکي فارمېشن خپلې ځانګړنې لري، خو عموماً د چک ډم، د بندونو او حتی د سیمهییزو خلکو له لوري د ډنډونو جوړولو ته اړتیا لرو، چې وکړای شي د اوبو ذخیره کې مرسته وکړي، د څاهګانو کیندل هم د
خو مهمه دا ده چې موږ د اوبو د مصرف او ذخیرې تر منځ تعادل وساتوعبدالباسط رحماني د اوبو د مدیریت او چاپېریالساتنې کارپوهـ
ځمکې لاندې اوبو ریچارج ته زمینه برابروي، خو مهمه دا ده چې موږ د اوبو د مصرف او ذخیرې تر منځ تعادل وساتو.»
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو هم په وار وار په افغانستان کې د اقلیم د بدلانه له امله د وچکالۍ اړوند اندېښنې ښودلې دي او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت وار له مخه له بېوزلۍ سره مخ افغانان له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي دي. خو دغه وضعیت په ټولو سیمو او ولایتونو کې نه، بلکې په هره سیمه کې توپیر لري.
د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو وروستي راپورونه ښیي، چې د کابل ښار په ګډون په ډېرو سترو ښارونو کې د اوبو کچه ټیټه شوې ده، خلک د څښاک لپاره کافي پاکو اوبو ته په آسانه لاسرسی نهلري، په ولایتونو کې بیا خلک د کرنې، چې ټول اقتصاد یې پرې چلېږي، له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.