د پاکستان له لارې د صادراتو محدودیت؛ د انګورو حاصلات د ضایع کېدو له خطر سره مخ دي

انځور له ارشیف څخه ـ په لوګر ولایت کې د انګورو حاصلات

په افغانستان کې یو شمېر بڼوال وایي، په سوداګریزو لارو کې، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزو د دوی د محصولاتو خرڅلاو له ستونزو سره مخ کړی. دوی وایي د صادراتو کمښت د انګورو بیې راټیټې کړې او د سږنيو حاصلاتو یوه برخه یې د زیان له ګواښ سره مخ ده.

حمزه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ یو بڼوال دی، د انګورو د حاصلاتو له رسېدو سره سم د هغوی پر راټولولو بوخت دی. دی وایي چې سږ کال یې د تېر کال په پرتله حاصلات ډېر دي. حمزه له شاوخوا زرو تاکونو څخه نږدې ۱۷.۵ ټنه انګور راټول کړي دي، خو د تولید زیاتوالی ورته د عوایدو د زیاتوالي معنی نه‌لري.

د ده په خبره، د سوداګریزو لارو تړل کېدل او په کورنیو بازارونو کې د تقاضا کمښت د محصول خرڅلاو ستونزمن او عاید یې کم کړی دی: «کوم انګور چې نن په افغانستان کې شته، ډېر زیات دي او د افغانستان خلک ټول نه‌شي مصرفولای. که نورو هېوادونو ته صادر شي ښه ده، که نه نو باید په ولایتونو او کلیو کې ورته سړې خونې جوړې شي، چې حاصل یې ضایع نه‌شي.»

حمزه وایي، تېر کال یې یو من انګور په ۱۰۰ افغانۍ پلورل، خو سږ کال یې بیه ۶۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده. دی زیاتوي چې د دې بیو د ټیټېدو له امله شاوخوا ۲ لکه افغانۍ زیانمن شوی دی.

خو د انګورو بیې په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه‌دي. بڼوال وایي، انګور له هغو محصولاتو څخه دي چې د لېږد په برخه کې ځنډ یې کیفیت او په پایله کې ارزښت راکموي؛ هغه مسله چې د دوی په وینا د کورنیو پر عاید مستقیم اغېز لري.

د لوګر ولایت د مرکز اوسېدونکي نصرت‌الله هم ازادۍ راډیو ته وویل، چې ټرانسپورټي ستونزو او د صادراتو محدودېدو د انګورو بیې د تېرو کلونو په پرتله په

عمومي لاره تړلې ده او د لېږد رالېږد ستونزې هم شته
نصرت‌الله د لوګر ولایت اوسېدونکي

څرګند ډول راټیټې کړې دي: «عمومي لاره تړلې ده او د لېږد رالېږد ستونزې هم شته. که پخوا مو له حاصلاتو ۴ لکه افغانۍ عاید درلود، اوس دا ګټه نه‌شته، ځکه انګور په کور دننه په مناسبه بیه نه پلورل کېږي. پخوا مو پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرات لرل.»

په سرپل ولایت کې هم بڼوال له ورته وضعیت څخه سر ټکوي.

د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکی زمری وایي، د سوداګریزو لارو تړل کېدو یواځې د انګورو پر خرڅلاو اغېز نه‌دی کړی، بلکې د نورو کرنیزو محصولاتو بازارونه یې هم اغېزمن کړي دي.

ده ازادۍ راډیو ته وویل: «له هغه وخته چې له پاکستان سره لارې تړل شوې دي، زموږ کاروبار ډېر خراب شوی دی. زموږ تازه او وچه مېوه په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي، پېرودونکي نه‌لري. که لارې پرانیستې وای، نورو هېوادونو ته به صادر او په ښه بیه به پلورل کېدې، د خلکو اقتصاد به هم ورسره ښه شوی وای.»

زمری ادعا کوي چې په تېرو کلونو کې یو کارتن انګور تر ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو اوس یې بیه نږدې ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانیو پورې راټیټه شوې ده.

یو شمېر اقتصادپوهان وایي، چې په سوداګریزو لارو کې ستونزې یواځې د بڼوالو عواید نه‌دي کم کړي، بلکې تر دې پراخې اقتصادي پایلې هم لرلای شي.

اقتصادپوهـ محمد بشیر دودیال ازادۍ راډیو ته وویل، چې د صادراتو د ستونزو تر څنګ، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او پروسس د اسانتیاوو کمښت هم زیانونه زیات کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د سوداګریزو لارو تړل د دواړو هېوادونو په زیان دي. سره له دې چې موږ د سوداګرۍ په برخه کې کسر لرو، خو زموږ بڼوالو او سوداګرو خپل محصولات صادرول. له بلې خوا، په هېواد کې د دې مېوو د پروسس زمینه نه‌شته او د ساتنې لپاره کافي اسانتیاوې، لکه سړې خونې، هم نه‌شته.»

دودیال د بڼوالو د ستونزو د کمولو لپاره د بدیلو لارو د رامنځ‌ته کولو غوښتنه کوي.

ازادۍ راډیو په دې اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ویاند سلام جواد او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له ویاند شیرمحمد حاتمي سره د اړیکې هڅه وکړه، خو دوی د راپور د چمتو کېدو تر وخته زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۴۵۰ وړې او لوی سړې خونې شته دي، چې یو شمېر یې غیر فعالې دي. افغانستان هر کال د خپلو انګورو او نورو کرنیزو محصولاتو د پام وړ یوه برخه د پاکستان له لارې سیمه‌ییزو بازارونو ته صادروله.

خو د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د تاوتریخوالي او نښتو تر زیاتېدو وروسته له هغه هېواد سره سوداګریزې لارې، د پاکستان له لوري د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوې او یواځې کډوال پرې له هغه هېواد څخه افغانستان ته ستنېدلی شي.

پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ملاتړ کوي او په افغانستان کې ورته خوندي پټنځایونه برابروي.

خو د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وایي چې پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې پر نورو ونه تپي. دغه وضعیت په دواړو هېوادونو، افغانستان او پاکستان کې سوداګر او سیمه‌ییز اوسېدونکي له زیان سره مخ کړي دي.

اوس، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د انګورو راټولول روان دي، بڼوال وایي بهرنیو بازارونو ته د محصولاتو د لېږد د محدودیت همدغسې دوام د سږ کال د حاصلاتو یوه برخه هم د بیو د لا ټیټېدو یا د کیفیت د خرابېدو له خطر سره مخولای شي. د حمزه په څېر بڼوالو لپاره ستونزه یواځې د انګورو بیه نه‌ده؛ بلکې بازار ته د محصول په رسېدو کې هره ورځ ځنډ په تاکونو کې د یوه کال زحمت د ارزښت د لا کمېدو معنی لري.