په پلازمېنه کابل کې بایسکل‌چلونکي د ځانگړو لارو له کمښت څخه سر ټکوي

انځور له ارشیف څخه ـ یو هلک د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۱۸مه په کابل کې بایسکل ځغلوی

په کابل کې بایسکل‌چلونکي د ښار په بېلابېلو، په ځانگړي ډول له گڼې‌گوڼې ډکو سیمو کې د بایسکلونو لپاره د جلا لارو د جوړېدو غوښتنه لري. د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ بیا وايي، دغه کار یواځې په پراخو سړکونو کې عملي کېدای شي، چې تر یو بریده دوی کړی دی.

د پلازمېنې کابل د دِه افغانانو له گڼې‌گوڼې ډکه سیمه، چې موټرې، موټرسایکلونه، بایسکلونه، آن کله‌ناکله لاسي کراچۍ او یو شمېر لارویان هم د موټرو پر سړکونو تگ راتگ کوي.

په دغه ښار کې یو شمېر د بایسکلونو چلونکي د ځانگړو لارو له کمښت شکایت لري، دوی وايي، دا لارې باید په ټولو سیمو کې جوړې شي، په تېره بیا له گڼې‌گوڼې ډکو سیمو کې.

د کابل د کارته نو سیمې یوه اوسېدونکي عثمان ازادۍ راډیو ته وویل: «که موټرو

که موټرو لپاره جلا او بایسکلونو لپاره جلا سړکونه جوړ شي
عثمان

لپاره جلا او بایسکلونو لپاره جلا سړکونه جوړ شي، دا به ډېره گټوره او ښه تمامه شي، ځکه گڼه‌گوڼه زیاته وي.»

د کابل د شهرنو سیمې یوه اوسېدونکي فواد کاظمي هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ورته غوښتنه وکړه او د دې لارو د جوړېدو پر اهمیت یې ټینگار وکړ: «زموږ د هېواد اقتصاد کمزوری دی، خلک به بایسکل ته مخه کړي او له ترافیکي پېښو به مخنیوی وشي.»

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ بیا وايي، دغه کار یواځې په پراخو سړکونو کې عملي کېدای شي، چې تر یوه بریده دوی کړی دی.

د دې ښاروالۍ فرهنگي سلاکار نعمت‌الله بارکزي ازادۍ راډیو ته وویل، دوی په پلازمېنه کې د بایسکلونو لپاره د ۷۰ کیلو مترو لارو د جوړولو پلان لري، چې تر اوسه یې ۲۰ کیلو متره بشپړ شوی دی.

بارکزي زیاته کړه: «په هغو سړکونو کې چې موټر له پنځوس کیلو مترو څخه په لوړ سرعت تگ کولی شي، هلته کابل ښاروالۍ د بایسکلونو لپاره جلا سړکونه جوړوي. زموږ ۴۰، ۴۵ او ۶۰ متره سړکونه په همدغه پلان کې شامل دي.»

د ودانیزو چارو یو شمېر اینجینران دا مني، چې د بایسکلونو لپاره د جلا لارو جوړول د پراخو سړکونو پر غاړو شوني دي، خو د تنگو سړکونو لپاره هم یوه حل‌لاره وړاندې کوي؛ له دې ډلې راحت گل زیارمل وايي: «په هغو ځایونو کې چې سړکونه تنگ وي او گڼه‌گوڼه زیاته وي، عمومي سړک له بایسکل‌چلونکو سره شریکېدای شي. د عمومي سړک پر غاړو بایسکل‌چلوونکو ته ځانگړې کرښې ټاکل کېږي، چې لومړیتوب په‌کې بایسکل‌چلونکو ته وي، خو د گڼې‌گوڼې پر مهال موټر هم ترې استفاده کولای شي.»

خو ښاغلی زیارمل زیاتوي، دغه سېسټم هغه مهال بریالی کېدای شي، چې د ترافیکو د تنظیم او کنټرول لپاره کمرې او نور اړین امکانات موجود وي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله اوس هم ډېر خلک بایسکلونه کاروي، خو کره شمېر یې نه‌دی څرگند. دوی د موټرو پر سړکونو تگ راتگ کوي، چې کله‌ناکله د ترافیکي ستونزو او پېښو لامل هم گرځي.

که څه هم د کابل ښار په یو شمېر واټونو کې ترافیکي اشارې شته دي، خو انتقادونه موجود دي چې څوک یې نه مراعتوي.

ویل کېږي چې ډېر ځله بایسکلونو ته په جوړو شویو محدودو ځانگړو لارو هم کراچۍ درول کېږي، چې د بایسکل‌چلونکو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

د کابل د څلورمې ناحیې اوسېدونکي، بلال ازادۍ راډیو ته وویل: «مهمه خبره دا ده چې په دې برخه کې باید عامه پوهاوی وشي. دوکاندارانو او کراچۍ‌والو ته باید وویل شي چې دغه سړک د بایسکلونو لپاره ځانگړی شوی، ځکه ځینې وخت کراچۍ هلته درول کېږي.»