د کابل د چهلستون اوسېدونکو لپاره د بدیلې سرپناه موندلو ستره اندېښنه جوړه کړې

انځور له ارشیف څخه ـ د کابل د چهل‌ستون په غره کې د درز رامنځته کېدل او د ځمکې ښوېدنې خطر.

د کابل د چهلستون غره د لمنې په کې یو شمېر کورنیو لپاره د بدیلې سرپناه موندل او د کور کرایه کول ناممکن دي. د دوی په خبره، د طالبانو حکومت خبر ورکړی، چې د غره د احتمالي ښویېدنې د خطر له امله دې خپل کورونه پرېږدي، خو د اوسېدو او چېرې کډه کولو لپاره مناسب ځای نه‌لري.

تر هغې وروسته چې د طالبانو حکومت، د کابل د چهلستون غره په لمنه کې له خطر سره مخ اوسېدونکو ته د خپلو کورونو د پرېښودو خبر ورکړ، د دغه ځای یو شمېر اوسېدونکي وايي، د مناسبې سرپناه موندل او د بل کور کرایه کول ورته ستونزمن دي.

د دغو سلګونو وگړو له ډلې یې، احمد، ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خپلې کورنۍ لپاره د بل کور د کرایې ورکولو وس نه‌لري. ده دا خبره د طالبانو حکومت له لوري د غره د

موږ له مسوولینو وغوښتل چې موږ ته مناسب ځای راکړي، خو هغوی وویل چې خپله لاړ شئ او ځان ته کور پیدا کړئ
احمد

احتمالي ښویېدنې د خطر تر اعلان درې ورځې وروسته ازادۍ راډیو ته وکړه: «موږ له مسوولینو وغوښتل چې موږ ته مناسب ځای راکړي، خو هغوی وویل چې خپله لاړ شئ او ځان ته کور پیدا کړئ. خو په اوسنیو شرایطو کې د کور پیدا کول ډېر سخت دي. د کورونو کرایه له لسو زرو څخه تر پینځلسو زرو او آن اتلسو زرو افغانیو ده.»

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د وږي یا سنبلې پر ۲۸مه اعلان وکړ، چې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند د چهلستون غره د لمنې یوه برخه د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له امله د خوځښت او ښویېدنې له خطر سره مخ شوې ده.

د دې سیمې یوه اوسېدونکې د طالبانو له حکومت غواړي، چې ژر تر ژره د دې کورنیو د ملاتړ او د استوګنې ستونزې د حل لپاره گام پورته کړي.

دې، چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، وویل: «له یوې خوا د ژمي سړه هوا راروانه ده او له بلې خوا د کورونو کرایې لوړې دي. نه د تګ لپاره ځای لرو او نه هم د کرایي کور نیولو بودجه. زموږ غوښتنه له دولت او مسوولینو دا ده چې د ستونزې د حل لپاره ژر عملي ګامونه پورته کړي.»

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي د ملي ادارې ویاند یوسف حماد د مرکه شویو کسانو د غوښتنو په اړه د راپور تر خپرېدو د ازادۍ راډیو اړیکي ځواب نه‌کړې. دې ادارې مخکې ټینګار کړی و، چې د ادارې او همکارو بنسټونو د متخصصو ټیمونو له خوا د اینجینري او تخنیکي ارزونو تر بشپړېدو وروسته به د ارزونو د پایلو له مخې د خطر د مخنیوي، کمولو او د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتابه لپاره اړین گامونه پورته کړي.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي، تر اوسه د دوی د لېږد او بدیل استوګنځای د برابرولو لپاره کومه څرګنده لاره نه‌ده ټاکل شوې. د دوی له ډلې الهان، ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته ډېر خلک ښه اقتصادي وضعیت نه‌لري، بل کور هم نه‌لري او له دغه ځایه د کډه کېدو توان هم نه‌لري. ښه به دا وي چې حکومت د دوی په اړه ښه پرېکړه وکړي او یا لږ تر لږه ورسره مرسته وشي.» ملګرو ملتونو مخکې ویلي، چې په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو د کورونو او سیمه‌ییزو بازارونو پر وضعیت فشار زیات کړی دی.