ځینې افغان ځوانان د بې‌کارۍ له امله د گډ ژوند په جوړولو کې پاتې راغلي دي

انځور له ارشیف څخه ـ خلک د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د یو شمېر افغان ځوانانو په خبره، په افغانستان کې د ثابت کار او ډېر عاید د نه‌شتون له امله په دې کې پاتې راغلي دي، چې د خپلو ودونو لگښتونه او پورونه پرې کړي او ځان ته یو معمولي ژوند جوړ کړي. ځینې خو یې وايي، چې د کار موندلو په لټه له هېواد څخه بهر هم تللي دي، خو تش لاس بېرته راستانه شوي دي.

د کابل ولایت یو اوسېدونکی، وسیم، چې ۳۰ کاله عمر لري، وايي: «څلور کاله نامزاد وم. اړ شوم چې د واده د مراسمو لپاره له بانک څخه پور واخلم»

وسیم زیاتوي، چې د پور یې څه باندې پینځه کاله تېرېږي او له بانک څخه یې شاوخوا درې لکه افغانۍ پور اخیستې وې. هغه وايي، هغه مهال یې هیله لرله چې دنده به یې دوام وکړي او له خپلې گټې به د بانک پور بېرته پرې کړي، خو څه موده وروسته بې‌دندې شو، چې تر اوسه اوزگار دی.

ده وړاندې ازادۍ راډیو ته وویل: «پینځه کاله مې د رسنیو په تخنیکي برخه کې کار کړی و. کار مې له لاسه ورکړ. وروسته مې د رسنیو ډېرو دفترونو ته مراجعه وکړه او هڅه مې وکړه چې دنده پیدا کړم، خو بریالی نه‌شوم.» وسیم وايي، اوس چې د دوو ماشومانو پلار دی، لا هم پور پرې ولاړ دی. هغه زیاته کړه: «کاشکې پوروړی نه وای. بانک خپلې پیسې غواړي، مسوولین یې زنگونه وهي او ډېر مې سپکوي. کله چې بانک ته وایم چې پیسې نه‌لرم، بیا هم فشار راوړي، تر کوره راپسې راځي او ځینې خلک راباندې راټولوي.»

وسیم زیاتوي، که ثابت کار او گټه ولري، کولی شي د خپلو ستونزو یوه برخه هواره کړي. هغه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه « که کار پیدا شي، ستونزه نه‌شته. زه غواړم کار وکړم. کار کول ډېر ښه دي، خو کله چې کار نه وي، څه وکړم؟ مجبور یم چې د مرستې غوښتنه وکړم.»

یو بل افغان ځوان هم د کار نه‌شتوالی د خپل ژوند له مهمو ستونزو څخه گڼي.

دی، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې کوژده کړې وه، خو تر اوسه یې واده نه‌دی کړی. د ده په خبره، کله چې یې کار له لاسه ورکړ، د گټې په لټه ایران ته ولاړ، خو ژر راوویستل شو. کومې پیسې یې چې گټلې وې، د بې‌ځایه دودونو په پوره کولو ولگېدې.

تازه نامزاد شوی وم چې جمهوري نظام سقوط وکړ. تر اوسه نامزاد یم او نه یم توانېدلی واده وکړم
یوتن افغان ځوان

هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «تازه نامزاد شوی وم چې جمهوري نظام سقوط وکړ. تر اوسه نامزاد یم او نه یم توانېدلی واده وکړم. یوه اندازه پیسې مې په ایران کې مصرف شوې او نورې مې چې هلته گټلې وې، له بده مرغه د ناسمو دودونو او رواجونو په پوره کولو ولگېدې چې مجبوره وم ترسره یې کړم. کله کله له ځانه سره وایم، کاشکې نړۍ ته نه وای راغلی.»

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ځوانانو د بې‌کارۍ په اړه، د راپور د خپرېدو تر وخته د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د دغه وزارت مرستیال، محمد زاهد احمدزي، د ۲۰۲۶ز کال په اپرېل میاشت کې د دوی د حکومت د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې ویلي وو، چې د کاري فرصتونو د زیاتولو او د بې‌کارۍ د کمولو لپاره، په ځانگړي ډول د ځوانانو او راستنېدونکو کډوالو لپاره، له اقتصاد وزارت سره همکاري کوي.

دغه وزارت دغه شان ویلي دي، چې د کار بازار د اړتیاوو له مخې مسلکي او تخنیکي زده‌کړې پراخوي او دغه باور لري، چې د کاري مهارتونو له روزنې سره به د ځوانانو او راستنېدونکو لپاره د کار او عاید زمینه برابره شي. دا څرگندونې په داسې حال کې دي، چې د افغانستان د کار بازار لا هم له جدي ننگونو سره مخ دی.

د کار نړۍوال سازمان (ILO) د ۲۰۲۶ز کال په اگست کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د کارکوونکو شمېر د ۲۰۲۲ز کال په پرتله شاوخوا ۱۴ سلنه زیات شوی، خو دغه زیاتوالی د نفوس د ودې له کچې سره برابر نه‌دی او له ایران او پاکستان څخه د افغانانو پراخې بېرته ستنېدنې د کار پر بازار فشار لا زیات کړی دی.

په ورته وخت کې، د ملگرو ملتونو پراختیايي پروگرام (UNDP) د ۲۰۲۶ز کال په فېبرورۍ کې ویلي دي، چې د خصوصي سېکټور پیاوړتیا او د وړو کاروبارونو ملاتړ کولای شي د کاري او عایداتي فرصتونو په رامنځ‌ته کولو کې، په ځانگړي ډول د ځوانانو لپاره، مهم رول ولوبوي.

که څه هم د کاري فرصتونو او دوامدارې گټې نه‌شتوالی یوه اقتصادي ستونزه ده، خو د ځوانانو د ژوند پر مهمو پرېکړو هم اغېز کوي. یو شمېر اقتصادي شنونکي وايي، د دوامدارو کاري فرصتونو رامنځ‌ته کول، مسلکي زده‌کړې او د وړو کاروبارونو ملاتړ کولای شي، چې د دې ستونزو په هواري کې مرسته وکړي او ځوانانو ته د ښه او باثباته ژوند زمینه برابره کړي.

له دې ډلې، نصرت الله وفا، ازادۍ راډیو ته وویل: «زما په اند، باید د ځوانانو لپاره ډېر کاري فرصتونه رامنځ‌ته شي او همدارنگه لنډمهاله مسلکي زده‌کړې ورکړل شي، چې اقتصاد یې ښه شي، ژر پر خپلو پښو ودرېږي او یو مسلک زده کړي. همدارنگه اوسنی اداره، په افغانستان کې فعالې موسسې او نړۍواله ټولنه باید د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ وکړي، چې ځوانانو ته د کار لا ډېر فرصتونه برابر شي.»

په راپور کې د مرکه شویو اوزگارو ځوانانو لپاره، د کار نه‌شتوالی یواځې په دې معنی نه‌دی، چې گواکې گټه وټه یې نه‌شته، بلکې یو یې د څو کلن پور او د بانک له فشار سره مخ دی او بل یې تر پینځه کاله نامزادۍ وروسته لا هم د خپل گډ ژوند د پیل فرصت ته انتظار باسي. دوی وايي، دا چې د خپل راتلونکي په اړه په ډاډه زړه پرېکړې وکړي، یواځې کاري موقع او ثابتې گټې ته اړتیا لري.