د یو ځانمرګي برید شپږ کلن درد؛ رخشانه د څلورو ماشومانو د ژوندي ساتلو لپاره مبارزه کوي

انځور له ارشیف څخه

شپږ کاله وړاندې د کابل د یوې اوسېدونکې رخشانې د ژوند ملګری په یوې ځانمرګي حمله کې ووژل شو.

له هغې راورسته رخشانې په یوازې ځان د خپلو څلورو ماشومانو د ژوند بار په اوږو اخیستی، او ډوډۍ، د کور کرایه او د خپلو اولادونو د راتلونکې د برابرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ ده.

کالي ومینځم او بېرته یې یوسم، په بدل کې یې د مېلمنو له قابونو راټول شوي پاتې خواړه ماته راکوي، هغه د خپلو اولادونو لپاره کور ته راوړم، ډیری ورځې خواړه خراب او ترشه شوي وي
رخشانه

رخشانه وایي، شپږ کاله وړاندې هغه مهال چې خاوند یې د کابل ښار په یوه جومات کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو، د هغې څلورم ماشوم لا نه و زېږېدلی.

له هغې ورځې کلونه تېر شوي، خو د هغه برید اغېزې لا هم د دې کورنۍ په ژوند کې احساسېږي.

د مېړه له وژل کېدو وروسته، د ژوند ټول مسؤلیت او د اولادونو د روزنې دروند بار یوازې د رخشانه پر اوږو پریوت.

وایي، د خپلو ماشومانو د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره مجبوره ده چې سخت او کم عاید لرونکي کارونه ورکړي.

« کوټه‌سنګي ته نږدې د کمپنۍ په سیمه کې په یوه کرایي کور کې اوسېږم، له دې ځایه تایمني ته یوه رستورانت ته ځم، د کارکوونکو کالي یې اخلم او کور ته یې د مینځلو لپاره راوړم، ځینې وخت دومره غوړ او چټل وي چې د مینځلو پر مهال مې لاسونه وینې او تڼاکې کیږي.»

خو رخشانه د دې کار په بدل کې نغدې پیسې نه ترلاسه کوي؛ پر ځای یې د رستورانت کې له خلکو پاتې شوي خواړه ورکول کیږي.

په دې اړه نور:

طالبان د سوالګرو د راټولولو کمپاین پراخوي؛ کابل ښاریان وايي سوالګري لا هم ډېره ده

هغې وایي، کله ناکله پاتې خواړه خراب ي او د خوړلو وړ نه وي، او ځینې وخت بیا رستورانت مسولین ورته وایي چې هېڅ خواړه نه دي پاتې چې هغې ته یې ورکړي.

«کالي ومینځم او بېرته یې یوسم، په بدل کې یې د مېلمنو له قابونو راټول شوي پاتې خواړه ماته راکوي، هغه د خپلو اولادونو لپاره کور ته راوړم، ډیری ورځې خواړه خراب او ترشه شوي وي، اوس د رستورانت خاوند هماغه خواړه بل چا ته ورکوي او هره ورځ ماته یوه پلمه کوي او نه یې راکوي.»

چې ماښام شي، د نانوایۍ مخې ته کښېنم، چې ښایي هغه خلک چې ډوډۍ اخلي، یوه ډوډۍ له ما سره هم مرسته وکړي، یا لس او شل افغانۍ راکړي، ځینې راته وایي: خورې، یوه ډوډۍ غواړې که لس افغانۍ درکړم؟ په همدې ډول له ډېرو ستونزو سره خپل ژوند په سختۍ تېروو
رخشانه

د خپلو ماشومانو د خوړو د برابرولو لپاره رخشانه دې ته هم اړ کېږي چې وخت ناوخت له لارویانو مرسته وغواړي.

هغه ماښام مهال د یوې نانوایۍ ترڅنګ کښېني او له خلکو غواړي چې د ډوډۍ په اخیستو کې ورسره مرسته وکړي.

«چې ماښام شي، د نانوایۍ مخې ته کښېنم، چې ښایي هغه خلک چې ډوډۍ اخلي، یوه ډوډۍ له ما سره هم مرسته وکړي، یا لس او شل افغانۍ راکړي، ځینې راته وایي: خورې، یوه ډوډۍ غواړې که لس افغانۍ درکړم؟ په همدې ډول له ډېرو ستونزو سره خپل ژوند په سختۍ تېروو.»

خو د رخشانې ستونزې یوازې د ماشومانو د خوړو تر برابرولو پورې نه دي محدودي، د کور دوه زره افغانۍ میاشتنی کرایه هم هغه پیسې دي چې د ورکړې توان یې نه لري.

«د کور کرایه نه شم ورکولی. د کور خاوند راباندې فشار راوړي چې یا کرایه راکړه او یا کور پرېږده. زه ورته زارۍ کوم چې نن یا سبا به کرایه درکړم.»

خو له دې ټولو سره سره د رخشانې تر ټولو لویه اندېښنه د هغې د درېیو لوڼو او یوه زوی راتلونکی ده چې له زده کړو پاتې دي.

رخشانه وایي، د ماشومانو لپاره د ښوونځي د وسایلو د اخیستو توان نه لري او همدې حالت یې ماشومان له زده‌کړو محروم کړي دي.

«ماشومان مې راته وایي: مورې، موږ په ښوونځي کې داخل که، خپل همزولي ماشومان ویني چې زموږ کور ته نږدې مکتب ته ځي، نو وایي موږ هم غواړو درس ووایو، ژاړي او وایي موږ ته بکسه، قلم، کتاب او کتابچه واخله،یو ځل مې مکتب ته بوتلل او هر یوه ته مې یوه یوه کتابچه واخیسته، هغه یې استعمال کړه، بیا مې ورته وویل چې نورې کتابچې درته نه شم اخیستلای، نو ځکه مکتب ته نه شئ تللی، وروسته مې نور مکتب ته پرېنښود،. اوس یې چې هره شېبه وینم، سخت زور راکوي او ورسره دردیږم.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال تر ډېره ځانمرګي بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له مهمو عواملو بلل کېدل، ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې یوازې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې په دغو بریدونو کې ۱۴۵ کسان ووژل شول او ۶۰۱ نور ټپیان شول.

د همدې راپور له مخې، په هغه کال کې د ځانمرګو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو ۴۳ سلنه مسؤلیت طالبانو او ۳۸ سلنه داعش خراسان څانګې ته منسوب شوی و.

هغه برید چې شپږ کاله وړاندې په څو شېبو کې پای ته ورسېد، د رخشانې او د هغې د څلورو ماشومانو لپاره په یوه اوږدمهاله کړاو بدل شوی؛ داسې کړاو چې هره ورځ د هغې د تڼاکو ډکو لاسونو او ښوونځي ته د ماشومانو د تګ له هیلې سره بیا تازه کیږي.

رخشانه وایي:

«زما ماشومان درې لوڼې او یو زوی دي. نومونه یې کوثر، زمزمه، زینت او عمران دي.»