د ننګرهار او کونړ زده‌کوونکي: د زده‌کړو د کیفیت پر ځای مو پر لباس او ظاهري بڼه ډېر ټینګار کېږي

انځور له ارشیف څخه ـ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښوونځي زده‌کوونکي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې، د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي شکایت کوي چې د ښوونکو او درسي کتابونو د کمښت او د زده‌کړو د کیفیت د ستونزو پر ځای، د دوی پر لباس او ظاهري بڼه ډېر ټینګار کېږي. دوی وايي، د ښوونځیو مسئولان د سپینو جامو، لنګوټې او ظاهري بڼې په اړه سختي کوي.

په ننګرهار او کونړ کې د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي وايي، په داسې حال کې چې ښوونځي یې د ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي، د مسئولانو له لوري د زده‌کړو د کیفیت پر ځای تر ډېره د دوی پر لباس او ظاهري بڼه ټینګار کېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د جامو د لایحې له مخې، د دولتي ښوونځیو له لسم تر دولسم ټولګي زده‌کوونکي اړ دي چې سپین کمیس او پرتوګ واغوندي او لونګۍ یا خولۍ پر سر کړي. خو په ننګرهار او کونړ کې یو شمېر زده‌کوونکي وايي، په ګرمو سیمو کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو نږدې لس ورځې تېرېږي، خو لا هم د ډېرو مضمونونو لپاره ښوونکي نشته او دوی د درسي کتابونو له کمښت سره هم مخ دي.

په جلال‌اباد کې د ننګرهار عالي لېسې یوه زده‌کوونکي، د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط، ازادي راډیو ته وویل: «همدا اوس زموږ د ریاضي مضمون په ګډون د ډېرو مضمونونو ښوونکي نشته، کتابونه مو پوره نه دي، درې یا څلور کتابونه راکړل شوي دي، نور نشته، هره ورځ چې ښوونځي ته راځو، د پنځو ساعتونو پر ځای دوه هم ډک نه وي، نور ښوونکي نشته. خو مدیر صاحب هره ورځ د جامو پوښتنه کوي؛ چې چا سپینې نه وي اغوستې، وهي یې، چې ویښتان دې لږ غټ وي، په غم اوښتی یې، او چې لنګوټۍ دې نه وي وهلې، بیا هم لانجه جوړه وي.»

په جلال‌اباد کې د نصرت په نوم د یوې بلې لېسې د یوولسم ټولګي یوه زده‌کوونکي هم ورته شکایت وکړ. هغه هم، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط

که زه لنګوټه ووهم او که نه، که جامې مې سپینې وي او که تورې، خو چې یو ټکی درس مې نه وي زده، نو د دې ښوونځي څه فایده؟
زده‌کوونکی

وویل: «د دې پر ځای چې د معارف ریاست د شاګردانو لپاره د درس پر کیفیت کار وکړي، د زده‌کوونکو پر ظاهري بڼه ټینګار کوي که زه لنګوټه ووهم او که نه، که جامې مې سپینې وي او که تورې، خو چې یو ټکی درس مې نه وي زده، نو د دې ښوونځي څه فایده؟بس دلته ټوله لانجه اوس مهال همدا ده چې د شاګردانو په ظاهري بڼه ټینګار کیږي.»

په ننګرهار کې د طالبانو د ولایتي ادارې مطبوعاتي دفتر په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ. د طالبانو د پوهنې وزارت د جامو په لایحه کې د دولتي ښوونځیو له لومړي تر نهم ټولګي زده‌کوونکو ته اسماني رنګه کمیس او پرتوګ او له لسم تر دولسم ټولګي سپین کمیس او پرتوګ ټاکل شوي او له زده‌کوونکو غوښتل شوي چې خولۍ یا لونګۍ هم پر سر کړي. په کونړ کې هم د دولتي ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي ورته شکایتونه لري.

د اسعداباد د یوه ښوونځي د دولسم ټولګي یوه زده‌کوونکي ازادي راډیو ته وویل: « زموږ ډېری ساعتونه خالي وي، استادان ډېر کم دی، او کله چې خبره بیا د قوانینو شي، نو بیا ټول ټینګار همدا وي چې لونګۍ ووهۍ، پایڅې جیګې کړئ، ږیره مه کموئ، او دا هر څه په زوره عملي کوي.»

د همدې ولایت د یوې بلې لېسې یوه زده‌کوونکي ازادي راډیو ته وویل: «لومړیتوب اوس مهال دادی چې شاګردان باید لونګي په سر کړي، او ږیره پرېږدي، کیفیت سر خوړلی دی، د دې ترڅنګ بله غټه ستونزه داده چې په مسلکیتوب هیڅ کار نه کیږي، زموږ د پښتو استاد بیولوژي تدریسوي، د فزیک استاد راته بیا انګلیسي وايي نو دا یو بل جنجال دی چې اوس مهال موږ ورسره مخ یو»

د زده‌کوونکو دا شکایتونه داسې مهال دي چې د افغانستان ښوونیز سیستم په ټوله کې د کیفیت له جدي ستونزو سره مخ بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف، او د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیزې ادارې، یونیسکو، د ۲۰۲۵ کال په یوه ګډ راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له ۹۰ سلنې ډېر لس کلن ماشومان د ساده متن د لوستلو او درک کولو بنسټیز مهارت نه لري.

په دغه راپور کې د مسلکي ښوونکو کمښت، د درسي موادو نشتوالی، کمزورې زیربناوې او په نصاب کې ناڅرګند بدلونونه د زده‌کړو پر کیفیت اغېزمن عوامل بلل شوي دي. د طالبانو پر ښوونیزې تګلارې یوه بله نیوکه دا ده چې د دولتي ښوونځیو د کیفیت د لوړولو پر ځای یې د دیني مدرسو پراختیا ته ډېره پاملرنه کړې ده.

د رسمي معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اګسټ میاشتې پورې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر ۲۳ زرو ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ یاد شوی و.

خو طالبان د دیني زده‌کړو پراختیا د خپلې ښوونیزې تګلارې یوه لاسته راوړنه بولي او په بېلابېلو مواردو کې یې ویلي چې د عصري او دیني زده‌کړو دواړو د پراختیا لپاره کار کوي. په ښوونځیو کې د لنګوټې او ځانګړي لباس پر اغوستلو د طالبانو ټینګار نوې پدیده نه ده. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم پر زده‌کوونکو ورته شرطونه وضع شوي وو.

د روان کال د سنبلې په ۱۵مه د افغانستان په ګرمو ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شوی دی. خو په ننګرهار او کونړ کې هغه زده‌کوونکي چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړې، وايي د نوي ښوونیز کال بنسټیزه اندېښنه یې یوازې سپینې جامې، لنګوټه او د ویښتانو بڼه نه ده؛ دوی غواړي ښوونځي یې کافي ښوونکي، بشپړ درسي کتابونه او داسې ټولګي ولري چې ټاکل شوي درسي ساعتونه پکې بشپړ تدریس شي.