د تېر کال په زلزله کې د کونړ ولایت ځینې ځپل شوي وايي، هوا سړېږي، خو دوی لا هم په خېمو کې اوسي

انځور له ارشیف څخه ـ د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې په کلي کې یوه افغانه کورنۍ

د کونړ ولایت د تېر کال د یو شمېر زلزله‌ځپلو په خبره، سره له دې چې په سیمو کې یې هوا په سړېدو ده، خو دوی لا هم تر خیمو لاندې اوسي. دوی وايي، په زلزله کې د کورنیو د غړو د تلف کېدو تر څنگ کورونه هم ویجاړ شول چې تر اوسه بې سرپناه او خېمو کې ژوند کوي. دوی له مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د چلس کلي اوسېدونکی عرب خان حقیار ازادۍ راډیو ته وايي: «تېر کال مو ټول خیمو کې تېر کړ، دا دی سږکال بیا راباندې ژمی راروان دی او موږ لا کورونه نه لرو.» دی زیاتوي، چې تېر کال په دغه ولایت کې د شدیدې زلزلې له امله د کورنۍ د غړو د تلف کېدو تر څنگ کور هم ویجاړ او تر اوسه تر خېمې لاندې ژوند کوي.

ده ازادي راډیو ته وویل: «موږ زلزله‌ځپلو ته په چلس او درې نورو کلیو کې تر اوسه هېڅ ډول کورونه نه‌دي جوړ شوي او ډېری کورونه ویجاړ شوي دي، هر چېرې چې ورشو او عریضې وکړو، موږ ته وایي چې پیسې راغلې دي، خو بانکونو کې دي، خو لا یې زموږ حال ته پاملرنه نه‌ده کړې.»

د دغه کلي بل اوسېدونکی ملک عبدالصمد هم ورته خبره کوي او وایي چې ښځې او ماشومان چې ډېری یې په بېلابېلو ناروغیو اخته دي، لا هم په خېمو کې اوسي.

دی اندېښنه ښیي، چې که مناسبې سرپناوې ورته برابرې نه‌شي راروان ژمی به هم

چلس کې پرته د یوه شهید له کورنۍ نور هېچا ته، چې کورونه یې ویجاړ شوي، هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې
ملک عبدالصمد

تر واورو او ورښتونو لاندې خېمو کې تېر کړي: «چلس کې پرته د یوه شهید له کورنۍ نور هېچا ته، چې کورونه یې ویجاړ شوي، هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې او ټول خېمو کې اوسېږو، نو دا دی بیا ژمی رارسېږی، که دا ځل د کورونو بندوبست ونه‌شي، د خلکو به بیا څه حال کې وي؟»

خو یواځې د چلس د کلي خلک نه، بلکې د یادې ولسوالۍ د دېوگل درې ځینې اوسېدونکي هم ورته شکایت لري.

د دې درې اوسېدونکي عزیزالرحمن ازادۍ راډیو وویل، چې تېر کال یې زلزلې د کورنۍ د شپږ غړو د تلف کېدو لامل وگرځېدې او کور یې دومره ورویجاړ کړ، چې له هغه راهیسې د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي. ده وویل: «کومې خېمې چې د کمپونو په نامه جوړې شوې دي، دې وروستیو سېلابونو یوړې، چې آن د درې کسانو تلفات یې لرل، د یوه کس مړی اوس هم ورک او د دوو نورو وموندل شول، نو داسې ستونزو کې یو.»

د کونړ ولایت دغو اوسېدونکو له ازادۍ راډیو سره د ویډیوگانو په شریکولو وویل، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې یې سیمو کې سخت ورښتونه شوي دي او سېلابونه هم راغلي دي، چې دوی یې تر بل هر وخت ډېر اندېښمن کړي دي.

په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي مني، چې گڼ شمېر زلزله‌ځپلې کورنۍ لا هم په خېمو کې اوسي، خو وایي هڅه کوي ژر تر ژره رسېدنه ورته وکړي.

په کونړ ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو حکومت د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر مولوي محمد مبین ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو زلزله‌ځپلو او بې‌کوره خلکو لپاره یې ځمکې په گوته کړې دي او د کورونو پر جوړولو یې بوخت دي: «په څوکۍ ولسوالۍ کې تر اوسه زلزله‌ځپلو ته تقریباً ۱۲سوه کورونه جوړ شوي دي او د څوکۍ او نور گل ولسوالیو ځینې سیمې بیا ډېرې غرنۍ ساحې دي، کوم خلک چې بېرته هلته د جوړولو ځای نه‌لري، هغو ته یې په ننگرهار او د کونړ سیند شاوخوا کې ځمکې ورکړې دي، خو تر اوسه د کورونو ترتیب ورته جوړ شوی نه‌دی او د کونړ د ښارجوړونې او مخابراتو ریاستونه په گډه لگیا دي او پلان برابروي، خو دغه ټول په یوه کال کې ممکن نه‌دي.»

ښاغلي مبین وویل، چې د ډېرو زلزله‌ځپلو خېمې چې زړې او له کاره لوېدلې دي، دوی یې بیا سروې پیل او پر خلکو نوې خېمې وېشي، خو مني چې دا خېمې هم د خلکو د سرپناوو ستونزه نه هواروي.

کونړ ولایت تېر ۲۰۲۵ز کال د اگست پر ۳۱مه د شپې ناوخته د رېښتر په کچه د ۶ درجې سختې زلزلې سخت ولړزاوه، چې اصلي مرکز یې څوکۍ او نورگل ولسوالۍ وې.

د طالبانو د حکومت د اعلان شویو شمېرو له مخې، دې زلزله کې تر ۲ زرو ډېر کسان ووژل شول، شاوخوا ۴ زره کسان ټپیان او له ۸ زرو ډېر کورونه ویجاړ او قسمي تخریب شول.

خو د دې زلزلو ټکانونه تر څو نورو میاشتو هم د کونړ پر نورو ولسوالیو سربېره، ننگرهار، لغمان او نورستان ولایتونو ته هم پراخ شول. د یادونې ده چې یو شمېر نړۍوالو ادارو هم په کونړ ولایت کې تر یادو زلزلو وروسته په خېمو کې د مېشتو کورنیو د وضعیت اړوند په وار وار اندېښنې ښودلې دي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هغه مهال ویلي وو، چې شاوخوا ۷ زره او ۶۰۰ کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي، خو بیا د ځینو خصوصي او مرستندویه بنسټونو له لوري ځینو ته یې په څوکۍ ولسوالۍ کې کورونه جوړ او ځینې یې لا هم د هغو کمپونو تر خېمو لاندې ژوند کوي، چې د طالبانو د حکومت له خوا ورته جوړ او د ملگرو ملتونو ادارو لنډمهالي بللي وو.

یونیسف د کونړ د زلزله‌ځپلو د ژمي د مرستو او ماشومانو د ملاتړ لپاره د ۱۱.۶ میلیونه ډالرو د تمویل تشه یاده کړې ده. د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په گډون د بشري چارو اړوند بېلابېلو نړۍوالو ادارو په خپلو پرله‌پسې راپورونو کې ویلي دي، چې د کونړ د زلزلې له امله ځپل شوې ډېرې کورنۍ لا هم په کافي اندازه لومړنیو اسانتیاوو، پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو او مناسبو سرپناوو ته لاسرسي نه‌لري.