د کابل په چهلستون کې د غونډۍ له درز کېدو وروسته سلګونه کورنۍ لېږد ته اړې شوي

د کابل په چهلستون کې د غونډۍ د درز کېدو له کبله سلګونه کورنۍ د بې ځایه کېدو له خطر سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د کابل ښار د اوومې ناحیې په چهلستون غونډۍ کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې ده.

دې ادارې د شنبې په ورځ پر خپلې ایکسپاڼې په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، د غره د ښویېدنې په صورت کې سلګونو کورنیو ته خطر شته او له خلکو يې غوښتي چې له سیمې ووځي.

«د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د چهلستون منار په سیمه کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له امله د غره یوه برخه خوځېدلې ده چې د ښویېدنې په صورت کې د زیان او په دې سیمه کې د سلګونو مېشتو کورنیو د زیانمنېدو احتمال شته.»

له پېښو سره د مبارزې ادارې همداراز ویلي چې یو مسلکي ټیم د ارزونې لپاره سیمې ته استول شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان ښارونه په تېره بیا کابل د کورونو د کموالي له سخت مشکل سره مخامخ دی. له ایران او پاکستانه میلیونونه افغانان په وروستیو دوو کلونو کې افغانستان ته راغلي او یوه لویه برخه یې هڅه کوي چې په ښارونو کې دېره شي. له دې کبله په ښارونو په تېره بیا کابل کې کرايي کورونه په اسانه نه موندل کېږي او هغه چې موندل کېږي، کرایې یې ډېرې لوړې دي.

د جیالوجۍ متخصص دیپلوم انجینیر خلیل احمد نادم ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې جیالوجیکي درزونه شته او جیالوجستانو تثبیت کړي دي چې له هغو څخه یو د پغمان بلاک په نوم له کابله تېریږي او سپین بولدک ته نژدې د بلوچستان ایالت تر چمن پورې رسېږي.

انجینیر نادم وايي چې د مځکې لاندې اوبو بې درېغه ایستل او د لوړو ودانیو جوړول هم د دې ډول پېښو سبب کېدای شي.

انجینیر نادم تر مځکې لاندې دغو جیالوجیکي درزونو ته په کتو خلکو ته سپارښتنه وکړه:

«دا درزونه موجود دي نو که هیوادوال دا وویني باید اړوندو ادارو ته خبر ورکړي او ځان وژغوري ځکه احتمال شته چې مځکه کښېني، په دې صورت کې درزونه غټېږي او مځکه ښوییږي او د تلفاتو باعث کېږي لکه څنګه چې څو کاله پخوا چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې دا ډول پېښه وشوه او له کبله یې ډېر کورونه وران شول او ګڼ خلک تر مځکې لاندې شول.»

که څه هم د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې له غره څخه په غیرمعیاري ډول د تیږو استخراج د چهلستون غونډۍ د درز کېدو سبب بللی خو انجینیر نادم وايي چې د مځکې لاندې اوبو بې درېغه ایستل او د لوړو ودانیو جوړول هم د دې ډول پېښو سبب کېدای شي.

د جیالوجۍ یوه بل متخصص حسن مالستاني ازادي راډیو ته وویل چې دا یوه طبیعي پېښه ده او خلک باید تشویش ونه کړي خو احتیاطي اقدامات دې جدي وګڼي.

طالب چارواکو ویلي چې د چهلستون غونډۍ په لمنو او شاوخوا سیمو کې نژدې ۳۰۰ کورونه د مځکې ښویېدنې او د ډبرو د رالوېدو له احتمالي خطر سره مخامخ دي.

چهلستون د کابل ښار یوه له پخوانیو او غرنیو سیمه څخه ده چې په ځینو برخو کې خلکو کورونه د غره په لمنو سربیره د غره په پورتنیو برخو کې هم جوړ کړي دي.