امریکا پر اوکراین د ۲.۶۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو د پلورلو اجازه ورکړه.
په دې تجهیزاتو کې بېلابېل توغندي، توپونه، د بېپیلوټه الوتکو ضد رادارونه او نورې وسلې شاملې دي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې اوکراین د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د دفاعي ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، د دې وسلو پلور لا هم د کانګرېس تایید ته اړتیا لري. د وسلو د پېرلو لګښت به د اروپايي هېوادونو له مرستو او هغو امریکايي مالي سرچینو څخه ورکړل شي چې مخکې له اوکراین سره د مرستې لپاره ځانګړې شوې دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پر کییف د روسیې بریدونه زیات شوي او اوکراین د هوايي دفاعي مهماتو له کمښت سره مخامخ دی.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لایحه هم لاسلیک کړې چې له مخې یې پر روسیې د نویو بندیزونو لګول ممکن شوي او هدف یې پر مسکو لا زیات فشار راوستل دي.
په همدې حال کې، د مسکو او کییف ترمنځ د لانجمنو سیمو پر سر اختلافات لا هم د سولې د خبرو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بلل کېږي.