د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر ته څېرمه پرون (شنبې) د اور او لوګي راپورونه ورکړل شوي دي.
راپورونه وايي، دا پېښه د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړو او نښتو له زیاتېدو سره هممهاله شوې ده. د پېښې د مرګژوبلې او زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د رویټرز په ویډیوګانو کې د دې سیمې په اسمان کې لوګي او لوخړې لیدل کېږي چې هوايي ډګر ته تللې لویه لار، د هوايي ډګر ترمینل او نور تاسیسات پکې تت لیدل کېږي.
فرانس پریس خبري اژانس هم د ریاض د اوسېدونکو په قول د هوايي ډګر خوا ته د اور او لوګیو د لیدلو خبر ورکړی دی.
خبري اژانسونو په ریاض کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر هم ورکړی دی.