د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د نن ورځې له خونړۍ چاودنې وروسته، د کوهاټ مرستیال کمشنر نوید احمد وايي چې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰ ته رسیدلی او د ټپیانو شمېر ۷۸ ته رسیدلی دی.
د کوهاټ مرستیال کمشنر ازادي راډیو ته وویل چې ډیری وژل شوي پولیس افسران دي. هغه دا هم تایید کړه چې له چاودنې وروسته د پولیسو او وسله والو بریدګرو ترمنځ نښته وشوه.
په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په برید کې د پنځو پولیسو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې چاودنه جومات ته نژدې او د پولیسو په مرکزي دفتر کې هغه وخت وشوه کله چې عبادت کوونکو د جمعې لمونځ پای ته رسولی و.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لږترلږه شپږ بریدګر هم وژل شوي دي.
نوید احمد زیاته کړه چې په پیل کې، یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو د مرکزي دفتر دیوال په چاودېدونکو موادو والوځاوه او بیا نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل. د چاودنې له امله د پولیسو د روزنیز مرکز لویه برخه ونړېده.
د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په وروستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې بریدونه کړي دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د تلفاتو په اړه خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله یې وکړه.
پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بریدونو د زیاتوالي پړه د هغو وسله والو ډلو پر غاړه اچوي چې له افغانستان سره تړاو لري، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. دغه اختلافات په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتوالي لامل شوی دی.