د تخار ولایت اوسېدونکې شمسیه وايي: «زه چې کله هم کلینیک ته ځم، بېرته
زه چې کله هم کلینیک ته ځم، بېرته خالي لاس راستنېږمشمسیه د تخار ولایت اوسېدونکې
خالي لاس راستنېږم، کلینیک ته مې له تگ نور زړه سوړ شوی.»
هغه وایي، هر ځل چې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره کلینیک ته ځي، تش لاس بېرته کور ته ستنېږي. دا تجربه دومره تکرار شوې چې نور یې کلینیک ته له تگ زړه سوړ شوی دی.
هغه وړاندې ازادۍ راډیو ته وویل: «په کلینیک کې د هرې ناروغۍ لپاره یواځې پاراسټامول (د درد ضد گولۍ) ورکول کېږي، هغه هم که موجود وي. که نه وي، ډاکټران نسخه لیکي او وایي چې له ښاره یې واخلئ.»
د بادغیس ولایت اوسېدونکې ملکه هم ورته ستونزه یادوي. د دې په خبره، د دوی په سیمه کې د کلینیک خدمتونه ډېر محدود شوي دي؛ هغې ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ په سیمه کې کلینیک نور کومه ځانگړې مرسته نهکوي. ناروغان نه بستر کوي، یواځې ډاکټر یې یو ځل معاینه کوي، نسخه ورکوي او وایي چې درمل له بازار څخه واخلئ. وړیا درمل هم نه ورکوي.»
د بغلان ولایت اوسېدونکی شاه فیصل وایي، روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره لرې لارې وهي، خو هلته هم د اړتیا وړ درمل نه مومي: «موږ د بغلان په یوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوو او دلته هېڅ روغتیايي کلینیک نهشته. یو کلینیک ډېر لرې شته، خو د ښځو او ماشومانو اړتیاوو ته رسېدنه نهشي کولی. زموږ په سیمه کې د روغتیايي کلینیک جوړول بېړنۍ اړتیا ده.»
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دغو اندېښنو په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ۱۴۰۵ل کال د سنبلې پر ۱۸مه د «حکومت د مطبوعاتو په هینداره کې» په پروگرام کې وویل، چې د دوی د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره پینځه کلن ستراتیژیک پلان او د روغتیايي خدماتو نوی چوکاټ جوړ کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې ۹۲.۷ میلیونه سرترپښو او له ۲.۱ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته د بستر خدمتونه وړاندې شوي دي، ۶۰ روغتیايي پروژې بشپړې شوې دي او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له ملي او نړۍوالو شریکانو سره ۳۵۰ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
خو د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) او د افغانستان د روغتیا کلستر د ۲۰۲۶ز کال په جون میاشت کې ویلي وو، چې د بشري مرستو کمښت او د بودجې نهشتوالی د دې لامل شوي، چې په ۲۰۲۵ز کال کې سلگونه روغتیايي مرکزونه وتړل شي یا خپل فعالیتونه ودروي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ز کال د ډېسمبر تر ۲۰مې پورې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه د مالي محدودیتونو له امله تړل شوي، یا یې فعالیت درېدلی و، چې له امله یې په ۳۰ ولایتونو کې روغتیايي خدماتو ته له درېیو میلیونو څخه د زیاتو خلکو لاسرسی اغېزمن شوی دی.
دغه سازمان د ۲۰۲۶ز کال د مارچ پر ۴مه د افغانستان د روغتیايي وضعیت په اړه په خپل تحلیل کې ویلي دي، چې د درملو او طبي تجهیزاتو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده.
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د درملو کورنی تولید ډېر محدود دی او د دغه هېواد روغتیايي نظام پر وارداتو متکي دی، په داسې حال کې چې د سرحدونو ستونزو د اکمالاتي لړۍ بهیر اغېزمن کړی دی.
په غور ولایت کې یو روغتیايي کارکوونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وایي چې د درملو کمښت او د بودجې محدودیتونو د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ستونزمن کړي او آن ځینې مرکزونه یې تړلي دي: «په هغه روغتیايي مرکز کې چې موږ کار کوو، اوسمهال د درملو له سخت کمښت سره مخ یو. کافي درمل نهلرو چې ناروغانو ته یې ورکړو. لږ تر لږه باید وکولای شو د هغوی د ستونزو د کمولو لپاره یو پاکټ پاراسټامول ورکړو. په کومې موسسې کې چې زه کار کوم، پینځه روغتیايي مرکزونه یې د بودجې او امکاناتو د نهشتوالي له امله په غور ولایت کې تړل شوي دي.»
ده زیاته کړه چې د ځینو سرحدي لارو تړل کېدل او له بهره د طبي توکو د لېږد خنډونه هم دغه وضعیت لا پسې خرابوي.
د طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ د ترینگلتیاوو له زیاتېدو او د تورخم په گډون د لارو تر تړل کېدو وروسته، د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د توکو او درملو لېږد هم له ستونزو سره مخ شو.
هممهاله، د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې له پاکستان څخه د درملو واردات بندوي او واردوونکو ته یې درې میاشتې وخت ورکړ، چې د درملو د برابرولو لپاره بدیلې لارې ومومي. دا پرېکړه د ۲۰۲۶ز کال د فېبرورۍ له ۹مې نېټې څخه د افغانستان په گمرکونو کې عملي شوه.
د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۶ز کال کې شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه کسان په افغانستان کې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. خو د درملو کمښت، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د بودجې کمښت او د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې د هېواد د روغتیايي نظام له سترو ننگونو څخه گڼل کېږي.
د دې ستونزو تر څنگ، اقتصادي ستونزو هم د گڼو ناروغانو لپاره د درملنې تر لاسه کول لا ستونزمن کړي دي.
د تخار اوسېدونکې شمسیه وایي: «که د غریبو قسمت ښه وي، پاراسټامول به ورسېږي، که نه هغه هم نه وي. د کلینیک ډاکټران موږ ته وایي چې درمل نهلرو او پوښتي چې نسخه درته ولیکو که نه؟ که څوک پیسې ولري وایي ولیکئ، خو که زموږ په شان بېوسه وي، وایي چې تاسې پهخپله درمل راکړئ. موږ خو د بېوزلۍ له امله دلته راغلي یو.»