په کوهاټ کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې چاودنه شوې

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې له مرګوني چاودنې وروسته لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د خیبرپښتونخوا د روغتیايي چارو یوه ویاند بلال احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې لږترلږه ۱۷ تنه وزل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چاودنه یوه جومات ته څېرمه د پولیسو پر مرکز هغه مهال شوې چې لمونځ کوونکو د جمعې لمونځ پای ته رسولی و.

د پولیسو د سرچینو په وینا، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي او د سیمې په شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته هم شوې ده.

پاکستاني چارواکو هم د برید د احتمالي انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو په خیبرپښتونخوا کې ټي ټي پي ډېره فعاله ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په پېښه خواشیني ښوولې او تینکار یې کړی چې له تروریزم سره به مبارزې ته دوام ورکړي.