د پاکستان د لاهور لوړې محکمې د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۱۸مه، له پوهنتونونو څخه د څه باندې ۱۰۰ افغان طبي محصلانو د ایستلو بهیر تر بلې محکمې پورې وځنډاوه.
د فرانسې خبري اژانس د ترلاسه کړي حکم له مخې، قاضي خالد اسحاق د دغو محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم وغځاوه، خو د راتلونکې محکمې د ناستې نېټه یې نه ده ټاکلې.
دغه افغان محصلان وروسته له هغه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شول چې د پاکستان طبي شورا اعلان وکړ، هغه افغانان چې په پاکستان کې د طب او غاښونو په څانګو کې له وړاندې زدهکړې کوي یا یې تازه نوملیکنه کړې، باید افغانستان ته ستانه شي. د دې شورا په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د ملي تګلارو په چوکاټ کې شوې ده.
تر دې مخکې د بلوچستان لوړې محکمې هم د یو شمېر افغان طبي محصلانو د زدهکړو د دوام غوښتنه رد کړې وه.
د بشري حقونو ځینو بنسټونو د پاکستان له طبي شورا غوښتي و چې خپله پرېکړه لغوه کړي. دوی ویلي، دغه پرېکړه په ځانګړې ډول پر افغان ښځینه محصلانو اغېز کولی شي، ځکه ښځې او نجونې په افغانستان کې له زدهکړو محرومې دي.