د جرمني پولیسو ویلي، د پنجشنبې په ورځ یې د دغه هېواد په لوېدیځ، ووپرتال ښار کې یو ۳۷ کلن افغان د یهودانو د یوه عبادتځای د سوځولو د هڅې په تور نیولی دی.
د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د ویاند له قوله راپور ورکړی چې شکمن کس هڅه کړې وه د د عبادتځای یا کنیسیټ یوه فرعي دروازه وسوځوي، خو د دې عبادتځای غړو په چټکۍ سره اور مړ کړی دی.
پولیس وايي، شکمن کس تر پېښې مخکې عبادتځای ته د ننوتلو پر زینو اور اخیستونې مایع هم شیندلې وه. په پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي او د رامنځته شویو زیانونو اندازه هم کمه بلل شوې ده.
د پولیسو په وینا، شکمن کس چې مخکې هم پولیسو پېژانده، له پېښې سمدستي وروسته د کنیسیټ په شاوخوا کې نیول شوی دی. لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښايي دې کس په دې اقدام کې کوم ملګری نه درلود.
د جرمني د یهودانو د مرکزي شورا مشر یوزف شوستر دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې دا په دغه هېواد کې د یهودانو پر وړاندې د کرکې د «ورو ورو عادي کېدو» نخښه ده.