امریکا پر سعودي ۴۸ ایف-۳۵ الوتکې پلوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ۴۸ ایف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي پلور اجازه ورکړې ده. د دې معاملې ارزښت شاوخوا ۲۴.۳ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.

په معامله کې د الوتکو ترڅنګ ۴۹ انجنونه، د اړیکو وسایل، پُرزې او نور ملاتړ کوونکي تجهیزات هم شامل دي.

خو د دې معاملې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او باید د امریکا کانګرس یې تصویب کړي. که معامله تصویب شي، سعودي عربستان به په منځني ختیځ کې له اسرائیلو وروسته دوهم هیواد شي چې ایف-۳۵ الوتکې لري.

ریاض وايي، دا پرمختللې جنګي الوتکې به د دغه هېواد دفاعي وړتیا پیاوړې کړي.

اسراییل له یوې لسیزې راهیسي ایف ۳۵ الوتکې لري او په جګړه کې ورڅخه کار اخلي.