د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د روسیې او چین د منفي رایو له امله ونه توانېده چې د ایران د اتومي بندیزونو د څارنې د کارپوهانو د پلاوي ماموریت وغځوي.
د امریکا له خوا د وړاندې شوې مسودې هدف دا و چې د دغه پلاوي ماموریت وغځول شي. ټاکل شوې وه چې د پلاوي اوسنی ماموریت د سپټمبر په ۲۶مه پای ته ورسېږي.
مسودې ته د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۱ غړیو مثبتې رایې ورکړې او دوو هېوادونو سپینه رایه ورکړه، خو روسیې او چین، چې د امنیت شورا دایمي غړي او د ویټو حق لري، ورسره مخالفت وکړ.
روسیې او چین ویلي چې د ایران د بندیزونو د څارنې د دغه میکانیزم د دوام اړتیا نشته او پر هېوادونو یې د سیاسي فشار پر ځای د خبرو او دیپلوماسۍ غوښتنه کړې ده.
امریکا بیا د روسیې او چین پر اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغه پلاوي له منځه تلل به د ایران د اتومي فعالیتونو او د بندیزونو د احتمالي سرغړونو په اړه د معلوماتو او څارنې تشه رامنځته کړي.
دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د ایران اتومي دوسیه د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې له خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم استول شوې ده. د دې ادارې د رییس رافایل ګروسي په وینا، دوی له څه باندې یوه کال راهیسې د ایران د اتومي پروګرام په اړه بشپړ معلومات نه لري او د ۲۰۲۵ کال له جون راهیسې یې د ایران په اعلان شویو اتومي تاسیساتو کې د پلټنې او تایید چارې نه دي ترسره کړې.