د چمن یو اوسېدونکی، حاجي بارکزی، چې اتیا کاله عمر لري، په ژړغوني غږ په خورا درد او تکلیف ازادۍ راډیو ته وايي: «د نسوارو هغه ولاکه لرو، دربدره يو، ټوک ټوک يو، ماشومان له لوږې مري، د پاکستان او افغانستان لاره سامراجانو(سامراج) بنده
د نسوارو هغه ولاکه لرو، دربدره يو، ټوک ټوک يو، ماشومان له لوږې مريحاجي بارکزی
کړې ده.»
دی وایي، له تېرو څو کلونو راهيسې په چمن کې د کار روزگار له خرابېدو او بیا د لارې له بندېدو سره يې د کور گوزاره په ټپه درېدلې ده. يواځې حاجي بارکزی نه، بلکې د چمن ولسوالۍ ډېر خلک ورته دردونکې کیسې لري.
د چمن یوه بل اوسېدونکي هم ازادۍ راډیو ته وویل: «زما نوم غوثالله دی، د لغړي اتحاد جنرل سېکرېټري، زموږ په دې وطن کې له بېروزگارۍ سره ځوانان مخ دي او له تېرو څلور کلو را په هيسې د خلکو تگ و راتگ بند دی، زموږ ځوانان له خودکشۍ سره مخ دي، دا د پاکستان د حکمرانانو د پرېکړو له وجې زموږ روزگار بند دی؛ موږ دوی ته خواست کوو، چې دوی دې زموږ روزگار او تگ راتگ راايله کړي.»
چمن، سپین بولدک ته څېرمه د ډېورنډ ها غاړې پرته ولسوالۍ يا ضلعه ده، چې شاوخوا پینځه لکه کسان پهکې اوسي.
د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر مخکې چې کله لارې خلاصې وې او د چمن – بولدک تر منځ تگ راتگ پر شناختي کارډ او تذکرو و، نو د دولتي شمېرو له مخې په ورځ کې تر شلزرو ډېرو خلکو پر دې لاره تگ راتگ کاوه.
خو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه، د هغه وخت د لنډمهالي صدر اعظم انوارالحق کاکړ په حکومت کې پرېکړه وشوه، چې د چمن او سپین بولدک تر منځ تگ راتگ به یواځې د پاسپورټ او وېزې (ون ډاکومېنټ) له مخې کېږي. د دې پرېکړې پر ضد د چمن ځايي خلکو، تجارانو، د لغړي اتحاد غړو او سياسي گوندونو په گډه يو پرلت پیل کړ.
دغه پرلت د ۲۰۲۳ز د اکتوبر پر ۲۱مه پیل شو او د ۲۰۲۴ز کال د جولای تر ۲۱مې پورې یې دوام وکړ. د پاکستان د مرکزي حکومت او لوړ پوړو چارواکو په استازیتوب د بلوچستان د کورنيو چارو وزير عنایت کاسي د خلکو له غوښتنو سره سم پر شناختي کارډ او تذکره د خلکو د تلو راتلو زېری ورکړ او پر هغه وخت يې د پرلت د پای ته رسېدو اعلان وکړ، پرلت ختم شو خو تر هغه وروسته هم لاره د خلکو پر مخ د دوی له غوښتنو سره سمه نهشوه خلاصه.
د دې تر څنگ، د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر په دوهيمه اوونۍ کې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ په چمن، سپین بولدک او نورو سیمو کې تر وسلهوالو نښتو وروسته، دا او نورې ټولې لارې د پاسپورټ لرونکو لپاره هم وتړل شوې. تر هغې وروسته نه څوک د تجارت لپاره تگ راتگ کولی شي او نه هم د ټرانسپورټ او عامو خلکو لپاره لاره خلاصه شوې ده.
د پاکستان د سوداگرۍ خونې د فدراسیون پخواني رییس اینجینر داروخان اڅکزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې څرگنده کړې ده، چې له ۲۰۲۰ز کال (کووېډ ۱۹ وبا) راهیسې او په ځانگړي ډول له تېر یوه کال راهیسې له افغانستان سره د لارې بندېدو د پاکستان، بلوچستان او په ځانگړې توگه د چمن سیمهییز اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.
د اڅکزي په خبره، په رسمي ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه میلیارده ډالره تجارت کېده، چې په کې ۱.۵ میلیارد ډالره صادرات او نیم میلیارد ډالره واردات شامل وو، خو غیر رسمي او سیمهییز تجارت له دې هم ډېر لوړ و، چې اوس مهال په ټپه ولاړ دی.
هغه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «له افغانستان سره د لارې خلاصول د پاکستان لپاره منځنۍ اسیا، روس او ختیځې اروپا ته لاره پرانیزي او د افغانستان لپاره د کراچۍ بندر له لارې له ټولې نړۍ سره د سوداگرۍ اړيکه ټینگوي.»
د ځايي خلکو په وينا د چمن او سپین بولدک خلک چې له یوه بل سره ژورې خپلوۍ او کورنۍ اړيکې لري، د لارې د بندېدو له امله په خپلو کې د غم او ښادۍ مراسمو ته نهشي تلی او د دوی د خپلوۍ رشتې د پرې کېدو په حال کې دي.
د چمن اوسېدونکی مفتي محمد مسلم وایي: «دلته رشتې سره وېشل شوې دي، هدیرې سره ويشل شوې، مسجدونه سره وېشل شوي، د دې وجه د دروازې بندېدل دي، موږ پوهـ يو چې پاکستان او افغانستان نه غواړي چې ولس دومره زهير شي، خو د عالمي قوتونو زموږ پر منطقه نظر دی او هغه دلته نفرتونه راولي، موږ له هغوی هم غواړو چې له دې سيمې دې خپل نظرونه وباسي او موږ ته دې خوښي او امن روزگار راکړي.»
د ځينې ځايي سرچينو په خبره اوس مهال په ځانگړو او ډېرو عاجلو حالاتو کې د ورځې شاوخوا له سل تر یو سل پنځوس کسان (د ځايي چارواکو په مرسته او ځانگړې اجازې) تگ راتگ کوي. ځینې راپورونه دا هم وايي چې په ځینو پټو لارو د ځینو توکو قاچاق شته، خو په رسمي او ازاده توگه یې څوک پخلی نهکوي.
موږ د پاکستان د خارجه چارو وزارت او د بلوچستان د داخله چارو له وزارت سره پر دفتري شمېرو د حال کولو او د دوی نظر اخيستلو په بيا بيا هڅه وکړه، خو زموږ زنگ ته ځواب ونه ويل شو.
خو په دې اړه اسلام اباد تل ټینگار کړی دی، چې له افغانستان سره د لارو بند پاتې کېدل یواځې او یواځې د امنیتي اندېښنو له امله دي او تر هغه وخته به دوام وکړي، تر څو چې پر کابل واکمن افغان طالبان پاکستان ته د ترهگریزو او وراني کوونکو پیښو د مخنیوي په اړه باوري او کلک ډاډ ورنهکړي.
خو د افغان طالبانو مشرتابه په بیا بیا ویلي دي، چې په پاکستان کې ناامني د پاکستان داخلي ستونزه ده او دوی د افغانستان خاوره د یوه گاونډي هېواد پر ضد هم د استعمالولو اجازه چا ته نه ورکوي.
د تجارانو په خبره د دواړو هېوادونو تر منځ مسلې سیاسي دي، نه تجارتي او سیاست باید له تجارت څخه په کلکه جلا کړل شي او تجارت دې د سياست د ستونزو د حل لپاره خپل کړل شي.