افغانستان ته له گاونډیو هېوادونو د کډوالو پراخې ستنېدنې په هېواد دننه د کورونو او سرپناوو موندل سخت کړي دي

انځور له ارشیف څخه: یوه افغانه کډواله مېرمن چې له پاکستانه راستنه شوې، د خپلو ماشومانو سره.

افغانستان ته ځینې راستانه کډوال وایي، میاشتې کېږي، بې‌سرپناه او بې‌برخلیکه پر خالي ډاگ او خېمو کې اوسي او په آسانه کورونه نه‌شي موندلی. بل خوا یوه خصوصي بنسټ یو اپلیکېشن جوړ کړی، چې په ټول هېواد کې یې د کرایې، پلور یا گروۍ لپاره له ۷۰۰۰ ډېر ملکیتونه ثبت او خلکو ته په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې.

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه د افغانستان ننگرهار ولایت ته د یوې ستنې شوې افغانې کډوالې کورنۍ مشر نعمت الله وايي، چې دی او د خپلوانو څو نورې کورنۍ یې کابو دوه نیمې میاشتې وړاندې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، خو لا هم بې‌سرپناه دي.

دی زیاتوي: «ستونزې مو ډېرې دي، سرپناه نه‌شته، خو ستونزه به زر درته ووایم.» ده وړاندې ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر زیاتو هڅو او پلټنو وروسته لا هم نه‌دي توانېدلي، چې ځان ته یوه مناسبه سرپناه ومومي: «صرف مو د (پردیو خلکو) د نمرو په چهاردېوالیو کې خېمې وهلې دي، دېوال یې هم نه‌سته صرف سنگ‌کاري ده، هغه کې ټول خوارکیان پراته دي، ټول هڅې کوي، چې ځانونو ته سرپناوې پیدا کړي، خو د کورونو کرایې هم لوړې دي او کورونه هم په آسانه نه پیدا کېږي.»

خو یواځې دی، نه بلکې نذیر او د هغه د تره کورنۍ، چې کابو څلور میاشتې وړاندې له پاکستان څخه کابل ته ستانه شوي دي، هم ورته ستونزه لري.

کاکا دوی خو مې هېڅ سرپناه نه‌لري، کله یو چېرې ځي، څوک یو څه وخت ځای ورکړي او کله بل چېرې، له ډېرو ستونزو سره مخ دي
نذیر راستون شوی کډوال

ده وویل: «کاکا دوی خو مې هېڅ سرپناه نه‌لري، کله یو چېرې ځي، څوک یو څه وخت ځای ورکړي او کله بل چېرې، له ډېرو ستونزو سره مخ دي، کوم کډوال چې کورونه نه‌لري، ډېرې ننگونې لري، یو خو کرایي کورونه ډېر قېمته دي او بل په آسانه نه موندل کېږي.»

دغه افغانان داسې وخت د مناسبو سرپناوو د لوړو بیو او په آسانه د نه موندلو اړوند شکایتونه کوي، چې تر دې وړاندې د ملگرو ملتونو د بشري استوگنې ادارې (UN-Habitat) هم اندېښنه ښودلې وه، چې افغانستان ته په دې وروستیو کې د کډوالو پراخې ستنېدنې د دې لامل شوې دي، چې په لویو ښارونو کې د نفوسو استوگنه زیاته او بشري فشارونه زیات شي او په ټکو یې، په آسانه کورونه ونه موندل شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم لسگونو راستنو شویو افغان کډوالو له ازادۍ راډیو سره ورته ستونزې شریکې کړې دي او ډېری یې وایي، په افغانستان کې سمه بلدتیا نه‌لري، چې په آسانه ځانونو ته مناسبې سرپناوې ومومي.

خو یو خصوصي بنسټ د یوه اپلیکېشن په جوړولو هڅه کوي، د کورونو په موندلو کې له خلکو سره مرسته وکړي. د «کورونه» په نامه د دغه اپلیکېشن مسوول عابد روان ازادۍ راډیو ته وویل: «۶ میاشتې کېږي، چې خلکو ته مو دغه اپلیکېشن وړاندې کړ، د دغه اپلیکېشن د جوړولو دلیل دغه دی، چې په نورو هېوادونو کې داسې اپلیکېشن یا وېب‌پاڼه موجوده وي، چې خلک یې د هېواد په هره برخه کې ځان ته جایداد پیدا کړي، خو افغانستان کې نه و، خوشبختانه موږ د 'کورونه' اپلیکېشن جوړ کړ، چې دې ۶ میاشتو کې د افغانستان له مختلو ولایتونو څخه تر ۸۸۰ راهنماوې او له ۸ زرو ډېر جایدادونه په‌کې ثبت دي.»

ښاغلی روان وایي، په دغه اپلیکېشن کې د افغانستان له هر ولایت او سیمې کرایي، گروي او د خرڅلاوو لپاره کورونه او نور جایدادونه د هغه له بیې، کرایي، د برېښنا او اوبو تر څنگ هر ډول اړین معلومات موجود دي.

دی ادعا کوي، چې تر دې دمه یې زرگونو کسانو ته له دې لارې د سرپناوو په موندلو کې آسانتیا برابره کړې ده. خو نوموړی وایي، لا هم ډېری خلک په دې اړه عامه پوهاوی نه‌لري او هڅه کوي، چې نه یواځې دغه اپلیکېشن، بلکې د انلاین خدمتونو له لارې خلکو ته د دې آسانتیاوو اړوند د معلوماتو موندلو کې مرستې وکړي.

په افغانستان کې د سرپناه ستونزه د کورونو په کمښت پورې محدوده نه‌ده، بلکې بې‌ځایه کېدل، راستنېدنې، طبیعي پېښې، بې‌وزلي، د کورونو د ترمیم لوړ لگښتونه او د مناسب استوگنځي محدود موجودیت یې مهم عوامل دي.

د کډوالو نړۍوالې ادارې «IOM» د ۲۰۲۶ز کال د افغانستان د غبرگون پلان له مخې، د ۲۰۲۵ز کال زلزلو، پرله‌پسې سېلابونو، د راستنېدونکو د زیاتوالي او په هېواد کې د سرپناه د توکو د محدود موجودیت له امله د بېړنۍ سرپناه، کرایې، د کورونو د ترمیم او انتقالي استوگنې اړتیاوې زیاتې شوې دي.

د دې ادارې په ټکو، د دې برخې لپاره یې د ۲۰۲۶ز کال په پلان کې شاوخوا ۶۵ میلیونه ډالر د مرستې اړتیا اټکل کړې ده.