افغانې ښځې وايي، د نورو بندیزونو سربېره یې په پارکونو، ځینو عامه او تاریخي ځایونو کې پر گرځېدو هم بندیز لگول شوی دی

انځور له ارشیف څخه: کابل کې یو عامه پارک

یو شمېر افغانې ښځې وايي، چې په افغانستان کې پرې د نورو بندیزونو سربېره دغه بندیز هم شته دی، چې د ساعت‌تېرۍ او قدم وهلو لپاره به تفریحي پارکونو او ځینو نورو عامه او تاریخي ځایونو ته نه ځي. دوی وايي، چې دغه بندیز یې پر جسم او روان بده اغېزه کړې ده.  

یوه افغانه نجلۍ، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې

که دغه محدودیتونه نه وای، زړه مې غوښتل چې بیا هم له خپلې کورنۍ سره پغمان ته ولاړه شم
یوه افغانه نجلۍ

واخیستل شي، وویل: «که دغه محدودیتونه نه وای، زړه مې غوښتل چې بیا هم له خپلې کورنۍ سره پغمان ته ولاړه شم؛ دغه ځل بې له وېرې او اندېښنې، خپلې ملگرې ووینم او له سفر او چکر نه خوند واخلم.»

دا نجلۍ وايي، چې اوس آن د ژوند له یوه تر ټولو ساده فرصت، یعنې تفریح، هم بې‌برخې شوې ده.

هغې ازادۍ راډيو ته زیاته کړه: «غوښتل مو له کورنۍ سره پغمان ته ولاړ شو، چې لږ د کور له فضا او ورځنیو ستونزو لرې شو، کله چې پغمان ته ورسېدو، طالبانو هېڅ اجازه رانه‌کړه چې دننه ولاړ شو، یواځې هغو موټرسایکلونو ته د ننوتلو اجازه ورکول کېده، چې سپاره یې نارینه وو، موږ مجبور شو بېرته کور ته ستانه شو، زما لپاره ډېره خواشینوونکې وه، چې آن تفریح ته تلل هم د نجونو لپاره گناه بلل کېږي.»

خو کیسه یواځې په کابل کې داسې نه‌ده؛ په نورو ولایتونو کې هم حالت تر ډېر همداسې دی. په بلخ ولایت کې هم یو شمېر مېرمنې وايي، چې ځینو عامه او تاریخي ځایونو ته د تگ پر مهال له محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د بلخ یوې اوسېدونکې، چې هغې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې روضې شریفې ته د تگ پر مهال له ورته حالت سره مخ شوې ده.

هغې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «روضې شریفې ته تللې وو، هلته دوه کسان ولاړ وو او موږ ته یې د ننوتلو اجازه رانه‌کړه، ویې ویل چې ستاسو نارینه دننه تللی شي، خو تاسو یواځې له لیرې ننداره کولی شئ، نږدې شل دقیقې مو انتظار وکړو، ډېر مو ورته وویل، خو اجازه یې رانه‌کړه.»

په هرات کې بیا د دغو محدودیتونو داسې بېلگې هم شته دي، چې دغه بندیز یواځې له تفریح سره نه، بلکې له روغتیایي مسلو سره هم تړاو لري. د دغه ولایت یوې اوسېدونکې ازادۍ راډيو ته وویل، چې خپله او مور یې له روغتیايي ستونزو سره مخ دي، خو د ښځو لپاره د مناسبې فضا نه‌شتون دا ورته ستونزمنه کړې، چې د ډاکټر سپارښتنه عملي کړي.

هغه زیاتوي: «مور مې له څه مودې راهیسې ناروغه ده او وزن یې زیات شوی دی، ډاکټر ورته د پلي تگ سپارښتنه کړې ده، خو د ښځو لپاره د مناسب ځای نه‌شتوالي له امله نه‌شي کولی، چې په منظم ډول قدم ووهي؛ زه خپله هم د پښو درد لرم او پخوا به له مور سره پلی گرځېدم، خو له دغو محدودیتونو وروسته نور ونه توانېدو.»

روان‌پوهان وايي، چې په خلاصه فضا کې گرځېدل، آرام او تفریح د انسان د عادي ژوند او رواني هوساینې یوه برخه ده او له دغو شیانو څخه اوږدمهاله بې‌برخې‌توب یې پر رواني روغتیا ناوړه اغېز کولی شي.

له ډلې یې لیدا میرزايي ازادۍ راډیو ته وویل: «کله چې ښځې د اوږدې مودې لپاره پارکونو او تفریحي ځایونو ته لاس‌رسی ونه‌لري، دغه حالت د رواني ستړیا، د محدودیت د احساس، بې‌حوصلگۍ او له ژوند څخه د رضایت د کمېدو سبب کېدای شي؛ په ځانگړي ډول د هغو ښځو لپاره چې ډېر کورني مسوولیتونه او ټولنیز فشارونه زغمي.»

مېرمن میرزايي وايي، د اوسنیو محدودیتونو په شرایطو کې په کور کې ورزش، د کورنۍ کوچنۍ ناستې او له نورو سره د اړیکو ساتل تر یوه بریده د رواني فشار په کمولو کې مرسته کولای شي. هغې دا هم وویل، که زمینه برابره شي، د ښځو لپاره د ځانگړو تفریحي ځایونو جوړول هغوی ته د استراحت او ذهني ارام یو مناسب فرصت برابرولای شي. په دې اړه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د ازادۍ راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې .

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اگست کې پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، په عامه ژوند کې د ښځو پر حضور پراخ محدودیتونه ولگول. په لومړیو کې پارکونو ته د ښځو او نارینه‌وو د تگ لپاره جلا ورځې وټاکل شوې، خو د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۱۰مه د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت عامه پارکونو، تفریحي پارکونو او ورزشي سالونونو ته د ښځو پر ورتگ بندیز اعلان کړ.

طالبانو هغه مهال ویلي وو، چې په دغو ځایونو کې د دوی له خوا ټاکل شوي مقررات نه مراعتېدل.

دغه محدودیتونه لا هم د نړۍوالو بنسټونو له نیوکو سره مخ دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ۲۰۲۴ز کال د سراسري مشورو پر بنسټ ویلي وو، چې ۷۹ سلنه افغانو ښځو ویلي دي، چې په تېرو دوولسو میاشتو کې د ځینو تاریخي سیمو په گډون عامه ځایونو او پارکونو ته له لاس‌رسي بې‌برخې شوې دي.

د دې ښځو له ډلې یې ځینو ویلي دي، چې دغه حالت یې د یواځېتوب، اندېښنې او خپگان احساس زیات کړی دی. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما، هم ویلي دي، چې پارکونو ته د ښځو پر ورتگ بندیز له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا هم په یو شمېر ولایتونو کې عملي کېږي او آن داسې موارد یې ثبت کړي دي، چې ښځې تفریحي سیمو او کورنیو مېلو ته له تلو راگرځول شوې دي.

دغو سازمونو په وار وار له طالبانو غوښتي دي، چې پر ښځو او نجونو لگول شوي محدودیتونه لرې کړي، ځکه چې د دوی په باور د دغو محدودیتونو دوام، په عامه ژوند کې د ښځو حضور لا پسې کموي.