د افغانستان له بانکونو څخه د نغدو پیسو رااخیستلو کې لا هم ستونزې شته دي

انځور له ارشیف څخه: په افغانستان کې یو مشهور بانک

د افغانستان په بانکونو کې اېښودل شویو نغدو پیسو ته لا هم د پېرودونکو لاس‌رسی محدود او ستونزمن دی. یوه عامه ستونزه د پیسو د راایستلو د ماشینونو یا (اې‌ټي‌اېمونو/ATMs) د کموالي ده. د بانکونو د پېرودونکو شمېر ته په کتو، د دغو ماشینونو شمېر ډېر کم بلل کېږي.

په افغانستان کې د خصوصي بانکونو د خدمتونو پېرودونکي وایي، له (اې‌ټي‌اېم/ATM) ماشینونو ورته د نغدو پیسو د رااخیستلو چاره لا هم ستونزمنه او له انتظاره ډکه ده.

د پلازمېنې کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په ځلونو د پیسو ویستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي، ځکه چې دغه ماشینونه خو یو شمېر غیرفعاله دي او ځینو ته هغو ته بیا ډېر کسان ولاړ وي، چې د وخت د ضایع کېدو لامل گرځي.

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکي سهراب ازادۍ راډیو ته وویل: «یوه ورځ مې پیسې په‌کار وې، ولاړم چې له 'اې‌ټي‌اېم' ماشین نه پیسې راوباسم، خو کله مې چې کارت ماشین کې واچولو، خراب و. ډېرې عاجلې پیسې مې هم په‌کار وې، بیا ولاړم بانک ته، تقریباً یو ساعت مې هلته ضایع شو. باید دغه ماشینونه زیات کړي او کوم چې خراب دي، ترمیم یې کړي.»

کله بیروبار پرې ډېر وي، کله ماشینونه خراب وي، نو باید دې ته جدي پاملرنه وشي
پلازمېنې کابل اوسېدونکی امین‌الله

د پلازمېنې کابل د اتمې ناحیې اوسېدونکی امین‌الله هم ورته خبره کوي: «کله بیروبار پرې ډېر وي، کله ماشینونه خراب وي، نو باید دې ته جدي پاملرنه وشي، چې هم د 'اې‌ټي‌اېم' ماشینونو تعداد په کابل ښار کې ډېر کړي او هم باکیفیته ماشینونه کېږدي، چې خلک په تکلیف نه‌شي.»

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس د روانې سېپټمبر میاشتې پر ۵مه (د وږي ۱۴مه) د افغانستان بانک د ویاند حسیب نوري په حواله ولیکل، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۵۰ (اې‌ټي‌اېم) ماشینونه فعال دي، داسې مهال چې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې د روان لمریز کال د چنگاښ میاشتې د راپور پر بنسټ د افغانستان نفوس دغه مهال ۳۷،۲ میلیونه دی.

خو باختر اژانس د نوري په حواله دغه هم لیکلي وو، چې دوی یې د زیاتولو هڅه کوي، ځکه په خبره یې چې خلکو ته د نغدو پیسو او بانکي خدمتونو په برخه کې لاس‌رسی لا اسانه شي.

د اقتصادي چارو پوهـ محمد بشیر دودیال هم وايي، دغه شمېر ماشینونه هېڅ بسنه نه‌کوي: «په افغانستان کې، متأسفانه، نه یواځې دا چې دغه سلگونه ماشینونه کافي نه‌دي، بلکې دغه ماشینونه نواقص هم لري او له مخکې خلکو شکایتونه ترې درلودل. نور ولایتونه خو پرېږده، دغه تعداد یواځې د کابل لپاره هم کافي نه‌دی. نو دا یوه ستونزه ده. دغه باید په ټولو ولایتونو او ټولو څانگو کې ولرو، باید فعال وي او هېڅ مشکل په‌کې نه وي.»

ښاغلی دودیال وايي، د افغانستان د بانکدارۍ په سېسټم کې نورې هم گڼې ستونزې شته او بنسټي خدمتونه نه وړاندې کېږي. دی زیاتوي، دا ستونزې هم په خصوصي او هم په دولتي بانکونو کې شته دي.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په بانکونو کې ستونزې ډېرې وې. خلکو ته خپلې شتمنۍ هم، چې ورته اړتیا یې وه، نه ورکول کېدې یا ډېره کمه اندازه ورکول کېده، چې بیا وروسته د وضعیت په عادي کېدو سره دا ستونزې هوارې شوې.

خو له نورو هېوادونو سره په بانکي اړیکو کې لا هم ستونزې شته دي، چې یو شمېر افغان سوداگرو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په وار وار په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.