د افغانستان او پاکستان د لارو د تړل کېدو له امله د شاتو صنعت خورا زیانمن شوی دی

پاکستان ـ د شاتو د پلور یوه هټۍ، چې بېلابېل ډول شات پکې نندارې ته ایښودل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان د لارو بندوالي په پاکستان کې د شاتو صنعت پیکه کړی. د دغه صنعت ډېر افغان مسلکيان بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي، چې هلته ورسره د یاد صنعت د مسلکیانو شمېر کم شوی. د مچیو پالونکي وایي، د سفر خنډونو او د کډوالو د ستنولو بهیر د دوی د کاروبار پر وړاندې خنډونه زیات کړي.

محمد علي ساپی، افغان کډوال او د شاتو د مچیو پالونکی دی. نوموړی وايي، تېر کال یې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې د تړل کېدو له امله مچۍ په پاکستان کې بندې پاتې شوې، چې هم یې کاروبار او هم مچیو ته زیان ورسېد.

د هغه په وینا، د پاکستان د پولیسو او انتظامیې له خوا د افغان کډوالو بیا بیا نیول کېدل او د سفر اجازه نه ورکول، د دې لامل شوي دي، چې دی په پنجاب کې پاتې شي. محمد علي غواړي خپلې مچۍ د شاتو د تولید لپاره د پنجاب نورو سیمو ته ولېږدوي، خو د سفر د اجازې د نه‌شتوالي له امله دغه کار نه‌شي کولای.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ د شاتو کاروبار لس سلنې ته راټیټ شوی دی. یو خو روزگار په بشپړه توگه په تنزل کې دی، ځکه چې د دغه روزگار لويه برخه افغانانو کوله. افغانان بېچاره‌گان داسې دي چې د ځینو گاډي تللي او ځینې دلته ایسار دي. هغوی نه‌شي کولای خپل مال کابل ته ولېږي، ځکه چې پوله تړلې ده او موږ ته اسناد هم نه راکول کېږي. پوله تړلې ده، نه آزاد گرځېدلی شو او نه په ډاډه زړه روزگار

بس، پروردگار دې رحم وکړي، ستونزې مو ډېرې زیاتې دي
محمد علي ساپی، افغان کډوال

کولای شو. ورو ورو چې خپلې مچۍ له یوه ځایه بل ځای ته یوسو، نو په پټه یې گرځوو چې دا مچۍ له دغه ځایه میانوالې ته لېږدوو. نه هلته په موټر کې تلای شو، نه بېرته راتلای شو او نه بازار ته وتلای شو. بس، پروردگار دې رحم وکړي، ستونزې مو ډېرې زیاتې دي.»

په پاکستان کې د شاتو د کارکوونکو اتحادیه وايي، په هېواد کې شاوخوا ۱۶ لکه کسان د شاتو پر کاروبار اخته دي، چې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې یې افغان کډوال دي.

د شاتو ټولولو یوه کارکوونکي علي شاه ازادۍ راډیو ته وویل، افغان کډوالو د شاتو د مچیو په پالنه کې مهمه ونډه لرله، خو پاکستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو تر پرېکړې وروسته د دوی کاروبار هم سخت اغېزمن شوی دی.

هغه زیاته کړه، ډېری افغان مچۍ پالونکي افغانستان ته ستانه شوي او اوس په پاکستان کې شاوخوا لس سلنه هغه کسان پاتې دي، چې د مچیو د پالنې تجربه لري. د علي شاه په خبره، د مسلکي مچۍ پالونکو د شمېر کمېدو د شاتو پر تولید هم اغېز کړی دی.

علي شاه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «د دوی [افغان کډوالو] له تگ سره زموږ روزگار له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې اغېزمن شوی او کموالی په‌کې راغلی دی. په تولید کې هم کموالی راغلی او په کاروبار کې هم. په راتلونکو دوو، درېیو کلونو کې به په دغه هېواد کې د شاتو مچیو ته دومره سخته اړتیا پیدا شي، چې بیا به خلک مچۍ یواځې د شاتو لپاره نه، بلکې د گرده‌افشانۍ لپاره ساتي او کرایه به یې اخلي. که له موږ څخه اوس کوم کډوال لاړ شي، نو باید د هغوی د کموالي او تشې د ډکولو لپاره په خپل هېواد کې د روزنې بندوبست وکړو. زما په اند، کېدای شي چې موږ په یوه یا دوو کلونو کې، انشاءالله، پر دې ستونزې برلاسي شو.»

په پېښور کې د شاتو کاروباري اسد خان وايي، تر ۲۰۱۵ز او ۲۰۱۶ز کلونو پورې به په پاکستان کې هر کال له ۷۰۰ کانټینرو څخه زیات شات تولیدېدل. د نوموړي په وینا، د دغو شاتو ډېره برخه به افغانستان ته صادرېده او له هغه ځایه به بیا منځنۍ اسیا ته هم لېږدول کېدل.

اسد خان ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «د روزگار د عاید کومې سرچینې دي او د هېواد لپاره کوم گټور توکي دي، چې له امله یې له بهرنیو هېوادونو څخه موږ ته بهرني اسعار راځي، هغه د بېرې شات دي؛ ځکه چې زموږ نور توکي بهر ته نه صادرېږي، خو زموږ د بېرې شات بهر ته صادرېږي. دغه زموږ لپاره بالکل یو مهم توکی و. موږ د روزگار په هغو گرمو ورځو کې وو، چې د کډوالو د تگ لړۍ پیل شوه، نو ضرور هغه شات هم بې‌ترتیبه راوړل شول او په بازار کې په بېلابېلو طریقو وپلورل شول او ځینو خلکو شات بل لوري ته یوړل. نو زموږ پر کاروبار ۸۰ سلنه اغېز پرېوت.»

په خیبر پښتون‌خوا کې د شاتو کاروباریان وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي لارو تر تړل کېدو وروسته د دوی د شاتو لویه برخه په گودامونو کې پاتې ده. د دوی په خبره، د صادراتو کمېدو د شاتو پر کاروبار منفي اغېز کړی، تولید یې راکم شوی او د بازار پر بیو یې هم اغېز پریښی دی.

د شاتو کاروباریان غوښتنه کوي، چې سرحدي لارې بېرته پرانیستل شي. د دوی په اند، که د تگ راتگ او سوداگرۍ ستونزې همداسې پسې وغځېږي، د شاتو کاروبار به د پولې دواړو غاړو ته له لا زیاتو زیانونو سره مخ شي.