تر پنجاب ایالت وروسته د سند ایالت هم  په پاکستان کې د طب برخې افغان محصلانو پر ملاتړ پرېکړه کړې  

پاکستان ـ په کراچۍ کې افغان طبي محصلان، ۲۰۲۶.

د پاکستان له طبي پوهنتونونو او تحصیلي مرکزونو څخه د افغان محصلانو د سمدستي ویستلو تر پرېکړې وروسته په هېواد دننه او بهر د افغان محصلانو پر ملاتړ غبرگونونه راپورته شول، چې د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا یې پر خپلې یادې پرېکړې بیاځلي غور ته اړه کړه. په دغو ملاتړکوونکو کې پاکستاني فعالان هم شته دي.

د سند ایالت د کراچۍ سترې محکمې په پاکستان کې د طب برخې افغان محصلانو ته د سېپټمبر تر ۲۹مې پورې د پاتې کېدو مهلت ورکړی دی. تر دې وړاندې د پنجاب ایالت لاهور سترې محکمې په دغه ایالت کې د طب برخې د افغان محصلانو په حق کې پرېکړه کړې وه.

د سند ایالت د بېلابېلو شپږ پوهنځیو کابو 87 افغان محصلان تېره ورځ د عدالت غوښتنې لپاره محکمې ته تللي وو او د محکمې پرېکړه هم تر همدې غوښتنې وروسته صادره شوې ده. ازادۍ راډيو ته د دې محکمې د پرېکړې جزیات هم رسېدلي دي، چې په یوه برخه کې یې لیکل شوي دي: «محکمې د روان کال د سېپټمبر تر 29مې نېټې پورې د افغان محصلانو په حق کې لنډمهالی لغوه‌کوونکی امر 'سټې ارډر/Stay Order' جاري کړی دی. د دغه قضایي امر له مخې، هېچا ته د دې حق نه‌شته، چې د افغان محصلانو د پوهنتون په ټولگیو، درسي فعالیتونو، د روغتونونو په وارډونو 'یا د درملنې په څانگو' او نورو عملیاتي روزنیزو چارو کې خنډ جوړ کړي، یا دې له لیلیو د هغوی د ویستلو گام پورته کړي. باید ټول محصلان په سوله‌ییز چاپېریال کې خپلو عملي زده‌کړو او درسونو ته دوام ورکړی شي.»

د عدالت لپاره محکمې ته تللي یوه افغان محصل د نوم نه ښودو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل: «د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا له لوري چې کوم امر شوی و، له هغه پس د پوهنتونونو د ادارو له خوا اکثرو ته رسمي خبرداري ورکړل شوي او ځینو ته یواځې له 24 ساعتونو تر 3 ورځو پورې وخت ټاکل شوی و، چې خپل هاسټلونه خالي کړي او تحصیلي بهیر ودروي.»

دغه محصل وړاندې زیاته کړه، چې اوسني حالت افغان محصلان ډېر اندېښمن کړي دي او هېڅ نه پوهېږي، چې راتلونکی به یې څنگه کېږي. دوی وایي، که څه هم د

دغه وضعیت د ډېرو محصلانو راتلونکی له سخت گواښ سره مخ کړی
افغان محصل

سېپټمبر تر ۲۹مې د پاتې کېدو پرېکړې هرکلی کوي، خو وایي ټولیز حالت یې لا هم گونگ دی. «دغه وضعیت د ډېرو محصلانو راتلونکی له سخت گواښ سره مخ کړی و، نو ځکه محصلانو پرېکړه وکړه، چې د خپلو قانوني حقوقو او تعلیق د مخنیوي لپاره عدالت ته پناه يوسي.»

د پاکستان په پلازمېنه کې هم حقوقي او قانوني هڅې پیل شوې دي؛ د اسلام اباد سترې محکمې (اسلام اباد های کورټ/Islamabad High Court) ته د اسلامي جمعیت طلبا(آی‌جې‌ټي/IGT) او د پښتون ژغورنې غورځنگ(پي‌ټي‌اېم/PTM) فعال او پېژندل شوي وکیل جنید وزیر له خوا د افغان محصلانو د تحصیلي حقونو او غوښتنو د خوندیتابه په موخه قضایي عریضې او لنډمهالي درخواستونه سپارل شوي دي.

جنید وزیر ویلي دي: «په دغو غوښتنلیکونو کې له محکمې غوښتل شوي دي، چې د افغان محصلانو د زده‌کړو د بقا او دوام په حق کې پرېکړه وکړي، چې لومړنۍ او باقاعده اورېدنې به یې په راتلونکو یوې دوو ورځو کې ترسره شي.»

تر دې وړاندې په پنجاب ایالت کې هم ورته مهم حقوقي پرمختگ شوی. د لاهور سترې محکمې د پاکستان د طب او غاښونو طب د شورا (پي‌اېم‌ډي‌سي/PMDC) هغه رسمي سپارښتنې او لارښوونې (چې د جولای پر 31مه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټو صادرې شوې وې) وځنډولې.

محکمې د پوهنتونونو مسوولینو ته روښانه امر وکړ، چې ویستل شوي افغان محصلان دې بېرته خپلو لیلیو ته ولېږدول شي او خپلو درسونو، ازموینو او عملي کارونو ته دې پرته له خنډه دوام ورکړي.

دغه ټول جنجال د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا (پي‌اېم‌ډي‌سي/PMDC) هغه جنجالي امر ته گرځي، چې د 2026ز کال د جولای پر 31مه او ورپسې د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه یې د پنجاب، سند او نورو ایالتونو طبي تحصیلي مرکزونو ته استولی و.

په دې لارښوونه کې له طبي او د غاښونو د طب له تحصیلي مرکزونو غوښتل شوي وو، چې د افغان محصلانو نوملیکنه او منل سملاسي ودروي، د نویو محصلانو پر نوملیکنه بندیز ولگوي او شته افغان محصلان بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت روښانه کړې ده، چې حکومت د ټولو افغان محصلانو د شړلو په تړاو عمومي پرېکړه نه‌ده کړې، بلکې هغه افغان محصلان، چې قانوني او باوري وېزې لري او په پېژندل شویو تحصیلي پروگرامونو کې شامل دي، کولی شي په پوهنتونونو کې خپلو زده‌کړو ته په سوله‌ییز ډول دوام ورکړي.