په پاکستان کې یوه مېشته افغان محصله وایي، چې اندېښمنه ده او افغانستان ته بېرته ستنېدل ورته د زدهکړو د وروستي فرصت د بایللو معنی لري؛ هغه زیاتوي:
«که زه افغانستان ته بېرته ستنه شم، نو ځان ته هېڅ راتلونکی نه وینم.»افغانه محصله
«که زه افغانستان ته بېرته ستنه شم، نو ځان ته هېڅ راتلونکی نه وینم.»
د دې محصلانو په خبره، شاوخوا ۳۵ افغانو نجونو د ۲۰۲۵ز کال په سېپټمبر کې د طب بورسیو تایید ترلاسه کړی و او ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۲۷ز کال په پیل کې د پاکستان په طبي پوهنتونونو کې داخلې شي.
خو دوی وایي د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا د روان کال په جولای میاشت کې افغان محصلانو ته خبر ورکړ، چې باید دغه هېواد پرېږدي.
وروسته د سېپټمبر په لومړیو کې یې دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو ته په یوه لیک کې امر وکړ، چې د افغان محصلانو نوملیکنه لغوه کړي، نوې داخلې ودروي او د هغوی د ویستلو بهیر بشپړ کړي. ځینو پوهنتونونو ته په لېږل شوي دغه امر کې دا هم ویل شوي وو، چې افغان محصلان دې پوهنتون او لیلیه په ۲۴ ساعتونو کې پرېږدي.
یوې محصلې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې یاد شي، د غږ د بدلېدو په شرط خپله ناهیلي داسې څرگنده کړه: «موږ شاوخوا ۳۵ محصلان یو، چې په طبي پوهنتونونو کې د شاملېدو انتظار باسو، خو له دومره زحمت، هڅو، فشار او لگښتونو وروسته موږ ته یو لیک راځي، چې باید خپل هېواد ته بېرته ستانه شو. کله چې دلیل ترې غواړو، هېڅ قانعکوونکی دلیل نهلري. موږ له ملگرو ملتونو او ټولو نړۍوالو سازمانونو غواړو، چې دا ځل چوپ پاتې نهشي او زموږ ملاتړ وکړي.»
دغه محصلان وايي، چې د پوهنتون او لیلیې پرېښودو لپاره هم ډېر لږ وخت ورکړل شوی دی. یوه بلې محصلې هم د نوم نه ښودلو په شرط وویل، که دغه فرصت یې له لاسه ووځي، د ډاکټرې جوړېدو هیلې به یې ورژېږي: «که موږ بېرته افغانستان ته ستانه شو، نو زموږ لپاره به هېڅ چانس پاتې نهشي. موږ افغانې محصلې د پاکستان له حکومت څخه غواړو، چې زموږ ملاتړ وکړي او زموږ تر څنگ ودرېږي، چې خپلې زده کړې بشپړې کړو او وروسته خپل هېواد ته ستنې شو او خپلو خلکو ته خدمت وکړو.»
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ز کال د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په ښوونځیو کې نجونې له شپږم ټولگي پورته او همدارنگه پوهنتونونو کې له لوړو زدهکړو منعه شوې دي. دغه محدودیتونه د دې لامل شوي دي، چې یو شمېر افغان نجونې د زدهکړو د دوام لپاره گاونډیو هېوادونو، په ځانگړي ډول پاکستان ته ولاړې شي او د بورسیو له لارې د زدهکړو فرصتونه ولټوي.
د زده کړو د برخې یو شمېر فعالان هم د پاکستان حکومت دا پرېکړه سمه نه بولي.
له دې ډلې فضل هادي وزین ازادي راډیو ته وویل، چې کوم هېواد یو محصل مني، د زدهکړو د دوام مسوولیت یې هم ورگرځي؛ هغه زیاته کړه: «د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا له خوا د افغان محصلانو د ویستلو پرېکړه په بشپړه توگه ناسمه ده او له نړۍوالو معیارونو سره سمون نهلري؛ ځکه کله چې یو هېواد محصل مني او هغه پوهنتون ته داخلېږي، دا یو تعهد گڼل کېږي. هم محصل د پوهنتون قوانین منلي وي او هم هغه هېواد باید د هغه د زدهکړې حق تضمین کړي.»
که څه هم د پاکستان د لاهور سترې محکمې د طب برخې افغان محصلانو د شکایت تر ثبت وروسته د هغوی ویستل په لنډمهالي ډول درولي دي، خو افغان محصلانو د سېپټمبر په ۱۴مه، دوشنبه، ازادۍ راډیو ته وویل، چې لا هم پوهنتون ته د تگ اجازه نهلري او برخلیک یې ناڅرگند دی.
دې پرېکړې پراخ غبرگونونه راپارولي دي. د بښنې نړۍوال سازمان (Amnesty International) دغه اقدام توپیري او خپلسری بللی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم دا پرېکړه «غیر بشري» او «د خواشینۍ وړ» بللې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت چمتو دی، چې بېرته راستانه شوي محصلان د افغانستان په تعلیمي بنسټونو کې جذب کړي.
مجاهد دا خبرې داسې مهال کوي، چې د طالبانو حکومت پهخپله، نجونې له پوهنتوني زدهکړو بېبرخې کړې دي.