شقایق: که وایستل شو، له تیاره راتلونکې سره به مخ شو اریانا سعید له پاکستانه وغوښتل چې د طبي شورا پرېکړه لغوه کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې په طبي څانګو کې د افغان محصلینو پر زده‌ کړو د بندیزخبر، د طب د ۲۳ کلنې محصلې شقایق دانش او لسګونو نورو محصلینو راتلونکې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې ده. شقایق دوه کاله مخکې د علامه اقبال تحصیلي بورس له لارې په قانوني توګه له افغانستانه پاکستان ته ولاړه، خو اوس اندېښنه لري چې د اسلام‌اباد تازه پرېکړه به یې یو ځل بیا هغه برخلیک ته ور وګرځوي چې له وېرې یې افغانستان پرېښی و. د دې پرېکړې په اړه د غبرګونونو په لړ کې، وتلې سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعالې اریانا سعید هم ویلي چې افغان محصلین باید د طالبانو د اقداماتو تاوان ونه ګالي.