په پنجاب کې پاکستاني حکومت افغانستان ته د راستنو شویو یو شمېر کډوالو مالونه لیلام کړي

له پاکستانه کندهار ته راغلي افغان کډوال، انځور له ارشیف څخه

افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي، د پنجاب په چکوال کې د پاکستان حکومت د دوی د شاوخوا ۱۰ کروړه پاکستاني روپیو مالونه لیلام کړي دي. دوی وايي، چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ډاډ ورکړی و، چې د لیلام شویو مالونو پیسې به ورکړل شي، خو تر اوسه یې هېڅ درک نه‌شته دی.

داسې مهال چې د پاکستان د پنجاب په چکوال سیمه کې د یو شمېر ستنو شویو افغان کډوالو د پاتې شویو سوداگریزو مالونو له لیلام کېدو لس ورځې اوړي، زیانمن شوي افغانان وايي، له ژمنې سره سره لا هم ورته د لیلام شویو مالونو پیسې نه‌دي ورکړل شوې.

دوی وايي، د روانې سېپټمبر میاشتې پر ۴مه د چکوال سیمه‌ییزو چارواکو د دوی د شاوخوا لس کروړه پاکستاني روپیو مالونه په نیمه او آن له نیمې هم په کمه بیه پر سیمه‌ییزو خلکو وپلورل.

امین خان، چې نږدې شپږ میاشتې وړاندې د پاکستان د پنجاب له چکوال سیمې څخه افغانستان ته راستون شوی دی، وايي هلته یې د لسگونو لکو پاکستاني روپیو مال پاتې شوی و، چې تازه د چکوال سیمه‌ییزې ادارې لیلام کړی دی؛ هغه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «د ورور مې د ۱۲۰ لکه او زما د ۶۰ لکه روپیو مال په کې و، هر څه مو چې وکړل، نتیجه یې ورنه‌کړه.»

نوموړي ازادي راډیو ته دغه هم وویل، چې له ډېرو هڅو سره سره هم ونه توانېدل، چې د دغه لیلام مخه ونیسي. هغه زیاته کړه: «موږ دلته په کابل کې یو او لیلام په پاکستان کې شوی دی. زموږ دوه دوکانونه وو، شپږ میاشتې مو د بندو دوکانونو کرایه هم ورکړه.»

افغانستان ته یوه بل ستانه شوي کډوال، چې د ده هم په چکوال کې د لسگونو لکو روپیو مالونه پاتې شوي دي، ورته خبره وکړه.

هغه د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت له دوی سره ژمنه کړې ده، چې له نیمې بیې هم په کمه پلورل شویو مالونو پیسې به ورته ورسېږي، خو تر اوسه یې هېڅ نه‌دي ترلاسه کړي: «موږ سره ژمنه شوې ده چې د لیلام پیسې به موږ ته راکول کېږي. که څه هم لیلام له نیمې بیې هم په کمه بیه شوی دی؛ که د ۳۰ لکه روپیو مال و، په اته لکه پلورل شوی دی، که د یو کروړ، دوه کروړه یا درې کروړو مال و، له نیمې هم په کمه بیه پلورل شوی دی. خو بیا هم ژمنه شوې چې همدا پیسې به د نېشنل بانک له لارې افغانستان ته انتقال شي او موږ ته به راکول شي، خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.»

د لیلام دغه مراسم د روانې سېپټمبر میاشتې پر ۴مه ترسره شوي دي.

په هغه ویډیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، لیدل کېږي چې ډېر شمېر خلک راټول شوي دي او لیلام روان دی. د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت بیا ویلي دي، چې دغه موضوع یې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده.

د وږي یا سنبلې پر ۱۳مه د سفارت له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دې موضوع د ارزولو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی لېږلی دی.

ویل کېږي چې دغه په نږدې ۲۰ دوکانونو کې د افغان کډوالو بند پاتې مالونه وو، چې وچه مېوه، برقي سامان‌الات، د کور د استعمال وسایل، رختونه او یو شمېر نور توکي په‌کې شامل وو؛ خو پوښتنه دا ده چې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال دغو افغان کډوالو ولې خپل مالونه هلته پرېښي وو؟

له دې سیمې یوه راستانه شوي افغان کډوال، اسدالله نیازي، چې په چکوال کې یې په دوکان کې پاتې شوی مال اوس لیلام شوی دی، ازادۍ راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت ورسره ژمنه کړې وه، چې په کابل کې د پاکستان سفارت به دوی ته سوداگریزې وېزې ورکړي او بېرته به خپلو کاروبارونو ته راستانه شي.

خو د هغه په خبره، دا ژمنه عملي نه شوه. هغه وویل: «موږ ته یې وویل چې ستاسو د کارټونو موده ختمه شوې ده، باید لاړ شئ او هغه کسان چې دلته یې روزگارونه دي، هغوی ته به په کابل کې د پاکستان سوداگریزې وېزې ورکول شي او بېرته به خپلو روزگارونو ته راستانه شي؛ خو دا ژمنه عملي نه‌شوه. دا ژمنه له موږ سره په مجلسونو کې هم شوې او آن حکومت په رسنیو کې هم اعلان کړی و.»

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې دې مسلې ته جدي پام وکړي.

خو د مالونو لیلام د دغو کډوالو یواځېنۍ ستونزه نه‌ده، بلکې هلته له خلکو سره د دوی پاتې شوې پیسې بله هغه مسله ده، چې د دوی په خبره، پوروړي یې اوس د دوی ټیلیفونونه هم نه پورته کوي.

د عتیق‌الله په نامه یوه راستانه شوي افغان ازادۍ راډیو ته وویل، چې په چکوال کې یې د سیمنټو کاروبار کاوه او نږدې ۸۵ لکه روپۍ یې هلته پر خلکو پور پاتې شوې دي.

زموږ چې هلته کوم پورونه دي پر خلکو، د هغو په اړه موږ ته چا هم ډاډ نه‌دی راکړی. همدا زما تر ۸۵ لکه روپۍ هلته پر خلکو پور دي، خو اوس مې ټیلیفون هم نه پورته کوي.
عتیق‌الله یو راستون شوي افغان

هغه وویل: «زموږ چې هلته کوم پورونه دي پر خلکو، د هغو په اړه موږ ته چا هم ډاډ نه‌دی راکړی. همدا زما تر ۸۵ لکه روپۍ هلته پر خلکو پور دي، خو اوس مې ټیلیفون هم نه پورته کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم له پاکستان څخه یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د کورونو سامانونه او مالونه یې په پاکستان کې پاتې دي او دوی په زور ویستل شوي دي.

پاکستان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې ده، چې د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان کال تر اگسټ پورې یې له ۲ اعشاریه ۶ میلیونو ډېر افغانان له دغه هېواده ویستلي دي.