د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګه وايي، په افغانستان کې د ښوونځي د عمر شاوخوا نیمايي ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او شمېر یې میلیونونو ته رسېږي.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ، (د سنبلې په ۲۲مه) په ایکسپاڼه کې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، په دغو ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون نجونې دي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر زدهکړو د لګېدلو محدودیتونو له امله ښوونځیو ته له تلو بې برخې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګې زیاته کړې چې ګڼ شمېر نور ماشومان هم د ښوونځیو د لارو د اوږدوالي، د ترانسپورتي او مواصلاتي لارو د نامناسب وضعیت او سختو هوايي شرایطو له امله له زده کړو بې برخې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوام څخه بې برخې شوې دي.