په جلاوطني کې د کورنیو سرپرستي؛ یو شمېر افغان مېرمنې له سختو ستونزو سره مخ دي

انځور آرشیف، افغان جلاوطني میرمني په پاکستان کې.

په پاکستان کې د هغو افغان مهاجرو مېرمنو ژوند سخت دی، چې د کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره نارینه سرپرست نه‌لري. د کډوالو اداره وايي، چې په پاکستان کې ۲۴سلنه داسې افغانې کورنۍ اوسېږي، چې د مالي ملاتړ لپاره نارینه سرپرست نه‌لري. دوی پر مالي ستونزو سربېره د خپلو اسنادو او ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه کوي.

فاطمه د افغانستان اوسېدونکې ده، چې اوس‌مهال د پاکستان د بلوچستان په کوټه ښار کې د کډوالۍ ژوند تېروي؛ نوموړې وايي، د خپل ژوند ټول لګښتونه او د خپلو ماشومانو لومړنۍ اړتیاوې یواځې د هغې پر غاړه دي.

د هغې د عاید یواځېنۍ سرچینه سینګارتون دی. د هغې په وینا، په کور کې د نارینه سرپرست د نه‌شتوالي له امله د کورنۍ د لګښتونو برابرول ورته لا ستونزمن شوي دي؛ هغه وړاندې وایي: «په پاکستان کې ژوند کول، په ځانګړي ډول د نارینه سرپرست له ملاتړ پرته، زما لپاره ډېر سخت دی، په ځانګړي ډول له اقتصادي پلوه. زه کار کوم، خو عاید مې ثابت او کافي نه‌دی. د خپل ژوند ټول لګښتونه او د خپلو ماشومانو لومړنۍ اړتیاوې یواځې زما پر غاړه دي. باید د هغوی لپاره ډوډۍ، خواړه، کالي او نور اړین توکي برابر کړم.»

په داسې حال کې نو د کورنۍ سرپرست، هغه که نارینه وي او که ښځينه، تمرکز یې تر ډېره د کورنۍ د ژوندانه د لومړیو اړتیاوو پر پوره کولو راټولېږي او ډېر کله ترې شخصې خوښې ناخوښې همداسې یوې څنډې ته پاتې کېږي. آغلې فاطمې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «کله‌ناکله اقتصادي ستونزې دومره زیاتې شي، چې حتی د ماشومانو لومړنۍ اړتیاوې هم نه‌شم پوره کولی. که له ماشومانو مې یو ناروغ شي، کېدای شي د روغتون او د درملنې د لګښتونو برابرول یې هم راته ستونزمن وي. په

داسې حالت کې خپلې ډېرې اړتیاوې یوې خوا ته پرېږدم، چې لږ تر لږه د ماشومانو ډوډۍ او خواړه برابر کړم
یوه افغانه جلا وطنې میرمن

داسې حالت کې خپلې ډېرې اړتیاوې یوې خوا ته پرېږدم، چې لږ تر لږه د ماشومانو ډوډۍ او خواړه برابر کړم.»

په دغه ډول یوه حالت کې راگیر انسان سربېره پر دې چې له مالي ستونزو کړېږي، بلکې له سختو رواني ګډوډیو او ستونزو سره هم مخ کېږي، چې وروسته یې په چلند کې ځان راښکاروي او دغه له رواني اړخه ګډوډ او پرېشان چلند د کورنۍ پر نور غړو هم منفي اغېز کوي. آغلې فاطمه ازادۍ راډیو ته زیاتوي: «ثابت عاید نه‌لرم، مالي ملاتړ راسره نه‌شته او په ژوند کې داسې څوک هم نه‌لرم چې د مسوولیتونو په ترسره کولو کې راسره مرسته وکړي. دا ټول پر ما ډېر فشار اچوي. زه د کډوالۍ په حالت کې د خپل ټول ژوند او د خپلو ماشومانو د راتلونکي مسوولیت یواځې پر خپلو اوږو لرم. تل اندېښمنه یم چې د راتلونکې اوونۍ یا میاشتې لګښتونه به څنګه برابروم. همدې دوامدارې اندېښنې زما او زما د ماشومانو ژوند ډېر ستونزمن کړی دی.»

د فاطمې په څېر ګڼ شمېر افغانې کډوالې ښځې په پاکستان کې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره ژوند کوي. دوی د کور د لګښتونو د پوره کولو لپاره بېلابېل کارونه کوي، خو بیا هم ځینې وخت د خپلو ماشومانو د روغتیا، زده‌کړو او نورو لومړنیو اړتیاوو لګښتونه نه‌شي پوره کولی.

په مردان کې مېشت یوه افغان کډوال، چې د پولیسو له خوا د احتمالي نیول کېدو د وېرې له امله یې خپل نوم نه‌دی ښودلی، ازادۍ راډیو ته وویل، چې دی لا هم په پاکستان کې د زده‌کړو لپاره پاتې دی او کله چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي، افغانستان ته به ستون شي. نوموړي زیاته کړه، چې د هغه د کورنۍ نور غړي افغانستان ته ستانه شوي دي، خو د ده د یوه ملګري کورنۍ له بل ډول حالت سره مخ ده.

د نوموړي په وینا، د هغه د ملګري نارینه خپلوان په زوره نیول شوي دي او وروسته افغانستان ته ډیپورټ شوي دي. اوس په هغه کور کې یواځې ښځې او یو ۱۵ کلن هلک پاتې دي.

هغه وايي، د کورنۍ د بالغ نارینه سرپرست نه‌شتوالي د دې کورنۍ لپاره د اقتصادي ستونزو تر څنګ د امنیت او راتلونکي په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د چارو کمېشنر او هلته د (یواېن‌اېچ‌سي‌ار/UNHCR) ستر سلاکار عمران زېب د سېپټمبر پر نهمه یوې غونډې ته وویل، هغه افغان کډوال چې دغه مهال په پاکستان کې مېشت دي، افغانستان ته د ستنېدو د سفر او نورو لګښتونو توان نه‌لري.

د هغه په وینا، په دغو کورنیو کې ډېری نارینه سرپرستان نه‌شته، بلکې ښځې، ماشومان او له ۶۰ کلونو څخه د زیات عمر لرونکي نارینه په‌کې دي، چې د نوموړي په خبره، د پاکستان لپاره امنیتي خطر نه جوړوي؛ هغه زیاتوي: «اوس‌مهال چې په پاکستان کې کوم افغان کډوال پاتې دي، هغوی یا خو ښځې دي او یا له ۱۷ کلونو څخه کم عمره ماشومان دي، چې تقریباً ۷۶ سلنه دي. د دې لږ نور تفصیل درکوم؛ تر ۴ کلنۍ پورې ماشومان ۸ سلنه دي، له ۵ کلنۍ نیولې بیا تر ۱۷ کلنۍ پورې د ماشومانو شمېر ۴۷ سلنه دی او له ۶۰ کلونو څخه زیات عمر لرونکي ۵ سلنه دي. که موږ ښځې، ماشومان او له ۶۰ کلونو څخه د زیات عمر لرونکي کډوال راټول کړو، نو ۸۱ سلنه جوړېږي؛ نو تاسو په‌خپله ووایئ، چې له ۸۱ سلنه کډوالو څخه کوم داسې کډوال دي، چې د پاکستان لپاره خطر جوړېدای شي؟»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د کورنیو په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یواېن‌اېچ‌سي‌ار/UNHCR) د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۴ سلنه افغانې کورنۍ داسې دي چې د کورنۍ د لګښتونو لپاره بالغ نارینه سرپرست نه‌لري.

په پاکستان کې د افغان کورنیو د ستنېدو بهیر او د اسنادو په اړه ستونزې داسې مهال دوام لري، چې ګڼې کورنۍ وايي، د نارینه سرپرست له نه‌شتوالي سره د کور چلول، د ماشومانو پالنه او د ورځنیو اړتیاوو پوره کول ورته لا ستونزمن شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یواېن‌اېچ‌سي‌ار/UNHCR) د معلوماتو له مخې دغه مهال شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي. له دې ډلې شاوخوا ۷۷۰ زره کسان ثبت شوي افغانان دي، خو نږدې یو میلیون نور یا ثبت شوي نه دي او یا د پاکستان د استوګنې د ثبوت کارت، چې د (پي‌اوآر/POR) په نامه یادېږي، نه‌لري.

د (یواېن‌اېچ‌سي‌ار/UNHCR) او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (آی‌اواېم/IOM) د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ز کال د سېپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر تر ۵مې پورې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو د ستنېدو په لړ کې شاوخوا ۱,۵۳۲,۵۷۶ بې‌اسناد افغانان، چې نږدې ۶۳ سلنه جوړوي، افغانستان ته ستانه شوي دي.

په همدې موده کې شاوخوا ۱۷۱,۲۹۱ اسناد لرونکي افغان کډوال هم افغانستان ته ستانه شوي دي.