د قشم والي وايي، د یکشنبې په سهار (د وږي پر ۲۲مه) یوه ایراني سوداګریزه بېړۍ د قشم ټاپو ته نژدې په اوبو کې ویشتل شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون خبري اژانس ته د قشم والي امیر تیموري ویلي، دا بېړۍ سهار شاوخوا پنځه بجې د هُنګام ټاپو او د قشم ټاپو د شیبدراز سیمې ترمنځ په اوبو کې په نښه شوې ده.
نوموړي د بېړۍ د نوم او ډول، پر هغې د لګېدلي توغندي یا مرمۍ د څرنګوالي او د ټپیانو د وضعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د ایران دولتي خبري اژانس دغه پېښه «د ترهګر دښمن برید» بللی، خو د برید کوونکي هویت یې نه دی په ډاګه کړی. تر اوسه د ایران هېڅ رسمي چارواکي هم د برید د عامل په اړه څرګندونې نه دي کړي.
له بلې خوا، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي له لارې د یوې بېړۍ د تېرېدو پر مهال «ناڅرګنده مرمۍ» پرې لګېدلې ده. دې ادارې په لومړني راپور کې ویلي چې د پېښې له امله د اوښتو زیانونو او د عملې د وضعیت په اړه معلومات لا نه شته.
تر اوسه روښانه نه ده چې د بریتانیا د ادارې راپور او د قشم د والي له خوا یاده شوې پېښه د یوې او که د دوو بېړیو په اړه ده.
تر اوسه هېڅ هېواد یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او امریکايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.