په درېیو میاشتو کې نژدې ۱۸۰ زره افغانان د نري رنځ لپاره معاینه شوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او جون ترمنځ په افغانستان کې ۱۷۹ زره او ۸۴۵ کسان د نري رنځ یا توبرکلوز لپاره معاینه شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه خبرپاڼه کې، چې نن (یکشنبه) یې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې ده، ویلي، دا کسان د نړیوال صندوق په ملاتړ د نري رنځ د مخنیوي پروګرام له لارې معاینه شوي او د شکمنو ناروغانو لپاره د ناروغۍ د موندنې، لابراتواري ازموینو او درملنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، دغه پروګرام په ځانګړي ډول له هغو زیانګالو خلکو سره مرسته کوي چې د بېوزلۍ، بې‌ځایه کېدو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، نری رنځ په افغانستان کې یوه له جدي روغتیايي ستونزو څخه ده او د دې ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د هغې د خپرېدو او مړینې د مخنیوي لپاره مهمه ده.