اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کرنې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو په ارزښت ګډه پروژه پیل کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي پلاوي دفتر نن (یکشنبه) په خپله ویبپاڼه کې لیکلي، د دې پروژې له لارې به له بزګرانو او کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره د بازار موندنې، کرنیزو خدمتونو او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې مرسته وشي.
په پروژه کې د شاوخوا ۲ زره هکټاره ځنګلونو او څړځایونو بیارغونه او د ښځو او سیمهییزو ټولنو په مشرۍ د ۲۵۰ نیالګیو د روزنځایونو ملاتړ هم شامل دی.
د اروپايي ټولنې او FAO په وینا، د دې نوښت موخه د افغان بزګرانو د عاید زیاتول، د کلیوالو خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانستان د کرنیز سکتور د مقاومت پیاوړی کول دي.