د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سيایاې) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت، د القاعدې او د دې ډلې د مشر اسامه بن لادن په اړه د امریکا ولسمشرانو ته له وړاندې شوو څه باندې ۷۰ استخباراتي راپورونو محرمیت لېرې او خپاره کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اسناد د بېل کلنټن او جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ دورې رانغاړي او ښيي چې د القاعدې د پلانونو په اړه د سيایاې د شنونکو ارزونې څنګه په تدریجي ډول جوړې شوې.
په یوه راپور کې چې د ۱۹۹۸ کال د سپټمبر په ۱۰مه چمتو شوی و، خبرداری ورکړل شوی و چې القاعده ښايي «له چاودېدونکو توکو ډکه الوتکه د امریکا د یوه ښار پر لور» بوځي. د همدې کال په دسمبر کې په بل راپور کې هم په امریکا کې د بریدونو، په تېره بیا د الوتکو د تښتولو، د احتمالي چمتووالي په اړه خبرداری ورکړل شوی و.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د القاعدې ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو او د امریکا پر دفاع وزارت یا پنټاګون یې ولګولې، چې نژدې درې زره کسان پکې ووژل شول.
القاعدې هم د دې بریدونو د کلیزې په مناسبت د اسامه بن لادن او د هغه د زوی حمزه بن لادن تصویر لرونکې ویډیو خپره کړې ده.