د طالبانو د دفاع وزارت ۱۳ کسیز پلاوی چین ته ولاړ

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت ۱۳ کسیز پلاوی د چین پلازمېنې بیجینګ ته تللی، چې د شیانګ‌شان په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

د پلاوي مشري د دفاع وزارت سرمفتش لطیف‌الله حکیمي کوي، چې ټاکل شوې په غونډه کې وینا هم وکړي. د پلاوي غړي به د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

د شیانګ‌شان سږنۍ غونډه به د سپټمبر له ۱۵مې تر ۱۷مې په بیجینګ کې جوړه شي او د امنیتي حکومتولۍ په برخه کې پر ګډ ثبات او ګډ پرمختګ به بحث وکړي.

چین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو تجارتي اړیکې یې ورسره پراخې کړي دي.