راپورونه وايي، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په بخشان سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
د ایران د بلوڅانو د بشري حقونو د څارونکې ډلې «حالوش» د ویبپاڼې او نورو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نښته د شنبې په سهار شاوخوا څلور بجې پیل شوې او له درېیو ساعتونو ډېر یې دوام کړی دی. د راپورونو له مخې، په سیمه کې څو چاودنې او پرلهپسې ډزې اورېدل شوې او امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې ده.
ایراني چارواکي وايي، د دوی په وینا د «وسلهوالو مخالفو ډلو» یو شمېر غړي په سیمه کې د تروریستي او ورانکارو فعالیتونو لپاره راټول شوي وو او امنیتي ځواکونو د هغوی پر ضد عملیات کړي دي.
د مرګ ژوبلو کره شمېر او د وسلهوالو هویت لا نه دی څرګند.
حال وش ویبپاڼې د نښتې پر سیمې د بې پېلوټه الوتکو د الوتنو او پر یوه کور د څه باندې شلو توغندو د لګېدو خبر هم ورکړی دی.
د ایران ایسنا خبري اژانس د سیستان او بلوچستان د والي د امنیتي مرستیال په قول حمله کوونکي «دښمنان« بللي دي.
د ایران نورو کورنیو رسنیو هم د نښتو او چاودنو ویدیوګانې خپرې کړي دي.