د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په اړه درېاړخیزه ناسته به ډېر ژر په کابل کې جوړه شي.
د افغانستان کورنیو رسنیو نن د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د خبرپاڼې پر اساس ویلي، په دې اړه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبیر او په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال ترمنځ خبرې شوې دي.
عرفات جمال ویلي، د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د هغو د جبري ایستلو ستونزې به د اکتوبر په میاشت کې په سویس کې د جوړېدونکې نړیوالې غونډې په څنډه کې هم وڅېړل شي.
سره له دې چې په وروستیو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه میلیونونه افغان کډوال په زور یا خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، لا هم دا دوه هیوادونه د میلیونونو افغان کډوالو کوربانه دي.