د امریکا یوې محکمې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجیزاده، چې د دغه هېواد دایمي اقامت یې درلود، له امریکا وایستله.
هغې له داعش څخه په الهام اخیستو د ډله ییز برید د پلان تور منلی و.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، حاجیزاده له یوه بهرني ترهګریز سازمان سره د اړیکو لرل منلي او د استیناف له حقه تېره شوې ده.
د محکمې د حکم له مخې، حاجیزاده د سپټمبر په ۱۰مه له امریکا وایستل شوه او خپل اصلي هېواد ته ولېږدول شوه.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، دا په کابو درېیو لسیزو کې د یوه «بهرني ترهګر» د ایستلو په اړه د دې ځانګړې محکمې لومړنی حکم دی. دغه محکمه په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوې وه، خو شاوخوا درې لسیزې ترې استفاده نه وه شوې.
د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، حاجیزاده له داعش سره د وفادارۍ ژمنه کړې وه، د خپلو اولادونو په افراطي کولو کې یې رول درلود او په ۲۰۲۴ کال کې یې د خپل زوی او زوم د یوه تروریستي پلان ملاتړ کړی و.
د حاجیزاده زوی عبدالله حاجیزاده او زوم یې نصیر احمد توحیدي تر دې مخکې د همدې برید د پلان په تړاو نیول شوي او محکوم شوي وو.