سعودي عربستان د حوثیانو له خوا په سره سمندرګي کې د نفوذ د پراخېدو او د عراق له خاورې تېلو پر مهمې نللیکې د بې پېلوټه الوتکو له برید وروسته خپله یوه مهمه نللیکه په موقتي توګه بنده کړې ده.
د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي، نللیکه د احتیاطي تدابیرو لپاره تړل شوې ده. دا نللیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده ده او په وروستیو میاشتو کې یې هره ورځ له څلورو تر پنځو میلیون بېرلو پورې تېل لېږدول.
رویټرز خبري اژانس نن (شنبې) راپور ورکړ چې هم بغداد او هم ریاض منلې چې پر نللیکې د عراق له خاورز برید شوی دی.
د عراق صدراعظم د خپل هیواد په جنوب کې د میسان ولایت د پوځي عملیاتو قوماندان د دې برید په خاطر له دندې ګوښه کړ.
د عراق دا ولایت له ایران سره پوله لري.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې ایران پلوه حوثیانو په سره سمندرګي کې خپل حضور او کنټرول پراخ کړی او د راپورونو له مخې د بابالمندب په خوله کې یې ستراتیژیک ټاپو، پریم هم نیولی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، پر نللیکې برید او د پریم ټاپو نیول په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو نښې دي او د انرژۍ پر نړیوال بازار یې هم فشار زیات کړی دی.