پاکستان کې افغان طبي محصلینو د خپلو حقوقو لپاره محاکمو ته مراجعه کرې
Your browser doesn’t support HTML5
پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې د لاهور عالي محکمې د پاکستان د طبي شورا هغه لارښوونه چې له مخې یې افغان طبي محصلانو ته امر شوی وو چې خپل هیواد ته ستانه شي ځنډولې ده.
دغه حکم دیوشمیر افغان محصلانو د عریضو د څیړنې په پایله کې صادر شوی.
بلخوا که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه افغان محصلین چې قانوني اسناد لري کولی شي پاکستان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي خو بیاهم په افغان محصلینو فشارکم شوی نه دی.
د جمعې په ورځ یو شمیر محصلینو چې قانوني اسناد هم لري ازادي راډیو ته شکایت وکړ چې له طبی پوهنتونو څخه ددوی د ویستلو لړۍ دوام لري او دوی پریکړه کړې چې د خپلو حقوقو لپاره محاکمو ته مراجعه وکړي.