د امریکا پر متحده ایالاتو د القاعدې د بریدونو ۲۵ کاله پوره شول

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه په نښه شول

پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو ۲۵ کاله تېر شول، هغه پېښه چې په افغانستان کې یې د بدلونونو لار بدله کړه. تر هغې وروسته افغانستان دوې لسیزې جگړې، ناامنۍ، بدلونونه او تازه فرصتونه تجربه کړل؛ هغه دوره، چې د نړۍوالو ځواکونو په وتلو او د طالبانو په بیا راتگ سره پای ته ورسېده.  

په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې راډیو د خبرونو د اورېدلو د یوې وسیلې سربېره د ډېریو خلکو لپاره له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو یواځېنۍ لاره هم وه. پر تلوېزیون بندیز و او انټرنیټ ته لا خلکو لاس‌رسی نه درلود، په هغو ورځو کې راډیو تر ټولو مهمه او په ډېرو سیمو کې د هیواد دننه او بهر پیښو په اړه د معلوماتو یواځېنۍ سرچینه وه.

په دغه ډول شرایطو کې، کله چې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر پر ۱۱مه نېټه پر متحده ایالاتو بریدونه وشول، د یادې پېښې خبر هم د راډیو د څپو او شور له لارې د افغانستان خلکو ته ورسېد؛ هغه پېښه چې په افغانستان کې یې نوي سیاسي او نظامي بدلونونه رامنځ‌ته کړل.

کومو کسانو چې د راډیو له لارې د دې پېښې خبرونه اورېدلي وو، یو یې حبیب‌الرحمن جاهد و. دی وايي چې هغه مهال د بغلان ولایت د جلگې ولسوالۍ د یوې لیسې مدیر و او تل به یې د خبرونو د څار لپاره جیبي راډیو له ځانه سره گرځوله؛ دی زیاتوي: «له ښوونځي چې رخصت شوو، ما له خپل جېبه راډیو راوویستله، د لارې په اوږدو کې مې یو دم د همدې سېپټمبر د ۱۱مې پېښې خبر واورېد، د ښوونځي ښوونکي او پرسونل چې ما سره وو، ټول په فکرونو کې ډوب شوو، چې څنگه داسې پېښه شوې ده.»

یواځې دغو څو تنو د دې پېښې په اړه خبرې نه وې اورېدلې، ډېرو نورو افغانانو هم د راډیو له لارې د بریدونو خبرونه څارل. د بادغیس ولایت یوه اوسېدونکي عبدالله صداقت ته هم هغه ورځ په یاده ده، دی وايي:

«د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر ۱۱مه کې زه ډېر ځوان وم، هغه مهال زموږ سیمه کې اصلاً تلوېزیون او نورې وسیلې نه وې، زما دروند او مرحوم پلار د راډیو د اورېدو لېوال و، وامو ورېدل چې امریکا کې د نړۍوالې سوداگرۍ له یوه تعمیر سره الوتکه لگېدلې ده او ډېر کسان هم وژل شوي دي.»


خو د ننگرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی ډاکټر زرغون شینواري وايي، چې دا پېښه تش په راپور کې پاتې نه‌شوه، ډېر ژر یې په خپل استوگنځي کې پایلې هم وليدلې؛ دی زیاتوي: «کله چې دا پېښه هلته وشوه، امریکایان راغلل او دلته یې توره بوره کې حملې پیل کړې، دا سیمه موږ ته ډېره نږدې وه او موږ د دغو بمونو د لگېدو له امله راپورته شوی لوگی ډېر له نږدې لیده، هماغه وخت مې ځان سره وویل چې حتماً به کوم بدلون راځي.»

هغه بدلون، چې ډاکټر شینواری یې یادوي، په افغانستان کې د مهمو سیاسي او پوځي بدلونونو لامل وگرځېد. پینځه‌ویشت کاله وړاندې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر د ۱۱مې د بریدونو لپاره په متحده ایالاتو کې څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتول شوې؛ دوو الوتکو د بریدونو په برخه کې په نیویارک کې د نړۍوال سوداگریز مرکز غبرگ برجونه په نښه کړل، یوې الوتکې پېنټاگون په نښه کړ او څلورمه الوتکه په پنسلوانیا کې وغورځېده.

د دغو بریدونو په پایله کې ټول مسافر او په دې ودانیو کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول. تر دغو بریدونو وروسته د امریکا متحده ایالاتو پر القاعده شبکې د دغو بریدونو پړه واچوله او له طالبانو یې وغوښتل، چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې اوسېده، دوی ته وسپاري؛ خو طالبانو دا غوښتنه ونه منله.

د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر پر ۷مه متحده ایالاتو او متحدینو یې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې شبکې پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو موخه د القاعدې ځپل او د طالبانو حکومت ختمول وو.

د طالبانو لومړۍ دورې واکمنۍ شاوخوا دوه میاشتې وروسته سقوط وکړ او په افغانستان کې د سیاسي پرمختگونو یو نوی پړاو پیل شو. د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو پایلې د افغانستان لپاره د یوې سکې دوه اړخونه وو؛ له یوې خوا جگړه، ناامني او کړاو او له بلې خوا د خلکو په ژوند کې د بیارغونې، پرمختگ او بدلانه لپاره نوي فرصتونه وو.

په راتلونکو کلونو کې دغه فرصتونه په بېلابېلو برخو کې د څرگندو بدلونونو لامل شول؛ د اساسي قانون له تدوین، د رسنیو او د بیان آزادۍ له ودې او د زده‌کړو له پراختیا نیولې بیا د مدني ټولنې د ادارو تر ودې، د کار فرصتونو رامنځ‌ته کولو او په ټولنیزو او سیاسي ډگرونو کې د ځوانانو تر مخ په ډېرېدونکي حضور پورې ورسېدل.

د مهمو پرمختگونو له ډلې څخه یو هغه یې د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو او کار لپاره د فضا پرانیستل وو. د طالبانو د حکومت له لوري د پینځه کلن بندیز تر پای ته رسېدو وروسته په میلیونونو نجونې ښوونځي او پوهنتونونو ته ولاړې او ښځې په رسنیو، دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او د کار بازار ته ننوتلې.

صدیقه یوه له هغو ښځو ده، چې په خپل ژوند کې یې دغه بدلون تجربه کړی دی، دا د هغو ورځو په اړه وايي:

«کله چې طالبان ولاړل او جمهوریت راغی، شخصاً ما هم پوهنتون کې زده‌کړې وکړې او ټولو دندې تر لاسه کړې، ډېر ښه معاش مې درلود، د کورنۍ ژوند مې آرامه او هوسا و، ښاده روحیه مو درلوده، آرام وو او د ازادۍ او خوشحالۍ احساس مو کاوه.»


خو د دې ارامۍ او نویو فرصتونو تر څنگ، د دې دورې یوه بله برخه نښتې او ناامني وه؛ هغه جگړه چې نږدې دوې لسیزې امریکایي ځواکونو، د هغوی نړۍوالو ملگرو او افغان حکومتي ځواکونو په گډه د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو پر خلاف د افغانستان په ځینو برخو کې روانه وه.

د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ځانمرگي بریدونه او چاودنې، چې ځینې وختونه یې د طالبانو، داعش یا نورو ډلو له لوري مسوولیت په غاړه اخیستل کېده، په زرگونو افغان ملکیان ووژل او زرگونه نور یې ټپیان کړل؛ بل لوري ته بیا د افغان ځواکونو او د هغوی د نړۍوالو ملگرو له لوري هوایي او ځمکنيو بریدونو ملکي وگړو ته پراخه مرگ ژوبله او زیانونه واړول.

په ورته وخت کې له طالبانو سره د جگړې په ترڅ کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت گڼ شمېر سرتېري او پولیس هم ووژل او ټپیان شول او د دوی تر څنگ یو شمېر بهرني ځواکونه هم ووژل او ټپیان شول.

دغو بریدونو او ناامنیو د ځینو کورنیو ژوند د تل لپاره بدل کړ. د کابل ښار یوه اوسیدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وویل چې د جمهوري حکومت په وروستیو میاشتو کې هغه د خپلې کورنۍ دوه غړي وبایلل او د کورنۍ یو بل غړی یې په کابل کې په یوه ځانمرگي برید کې ټپي شو. دی زیاتوي:

«انتحاري حمله وه، جومات کې پر لمانځه بوخت ډېر کسان یې له امله ټپي او ووژل شول، یو یې زما ورور و چې شهید شو، هغه څلور ځوان او تنکي ځوانان اولادونه درلودل، دغه شان د ماما یو زوی مې هم دې پېښه کې ټپي شو، له هغه وروسته تر اوسه فلج او معلول دی.»


خو دا دوره نږدې دوې لسیزې وروسته له افغانستانه د امریکا او د هغې د ملگرو ځواکونو په وتلو او په ۲۰۲۱ز کال کې واک ته طالبانو په بېرته راستنېدو سره پای ته ورسېده. په تېرو پینځو کلونو کې که څه هم د طالبانو حکومت دعوه کوي، چې په افغانستان کې د ښځو په گډون د ټولو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي شوي دي، خو دوی د خلکو پر ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لگولي دي؛ ښځې او نجونې له شپږم ټولگي پورته له ډېرو تعلیمي او کاري فرصتونو بې‌برخې شوې دي.

په دې موده کې د رسنیو فعالیت هم کم شوی او د طالبانو د حکومت له څارنې او محدودیتونو سره مخ شوی دی. په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان هم له سیاسي بدلونونو وروسته له افغانستان څخه وتلي او مختلفو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په دغه ډول د سېپټمبر د ۱۱مې له پېښې څخه ۲۵ کاله وروسته افغانستان د پراخو بدلونونو له دورې تېر شوی دی؛ هغه دوره، چې د جگړې او ناامنۍ تر څنگ د زده‌کړو، کار، د رسنیو فعالیت او ټولنیز گډون لپاره په‌کې فرصتونه رامنځ‌ته شول، خو واک ته د طالبانو له راستنېدو سره د دغو فرصتونو له ډلې ځینې هغه یې بیا محدود شوي او د هېواد ټولنیزه او سیاسي فضا هم بدله شوې ده.