د پاکستان بهرنیو چارو وزارت، وروسته له دې چې په طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو پر تحصیل بندیز غبرګونونه راوپارول وايي د افغان محصلینو پر تحصیل بشپړ بندیز نهدی لګول شوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نوي ویاند سجاد حیدر خان د پنجشبنې په ورځ په خپله لومړنۍ اوونیزه خبري غونډه کې په طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو پر زدهکړو د اعلان شوي بندیز په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "دا په افغان محصلینو باندې بشپړ بندیز نهدی، څنګه چا مخکې وویل هغه افغان محصلین چې اعتبار لرونکې ویزه ولري او په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت وي، کولای شي پاکستان کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او خپلې زدهکړې تکمیل کړي."
خو یو شمېر محصلینو ویلي سره له دې چې د اعتبار وړ ویزې لري بیاهم دوی ته ویل شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
په اسلاماباد کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزارت له اعلان سره سره پاکستان کې په افغان محصلینو فشار دوام لري.
پاکستان کې یو شمېر طبي محصلین
دی زیاتوي: "متأسفانه د پاکستان طبي شورا په خپلې پرېکړې باندې ولاړه ده او نن د لاهور نه ځینو محصلینو او د بهاولپور نه ځینو محصلینو ماسره اړیکې ونیولې او راتهیې وویل چې موږ یې هاسټل (لیلیې) نه هم وویستلو، تر دې پورې چې یوه فیمیل (ښځینه) زدهکوونکې یې د امتحان له صحنې څخه هم ویستلې ده."
د پاکستان په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او مؤسسو کې د افغان محصلینو په زدهکړو بندیز د یوه مکتوب په ترځ کې د دوشنبې په ورځ د پاکستان په حکومت (د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا) لهخوا اعلان شوی دی.
یاد مکتوب کې چې ازادي راډیو یې هم یوه کاپي ترلاسه کړه امر شوی چې د نوي تحصیلي کال لپاره دې د افغان محصلینو نوملیکنه لغوه شي او له هېواده د نورو برحاله افغان محصلینو د ایستلو چارې دې په درې ورځو کې بشپړې شي.
مکتوب کې دا هم ویل شوي چې دغه پرېکړه د پاکستان د ملي پالېسۍ له مخې شوې چې د طب په څېر حساسو مسلکي څانګو څخه د ټولو افغان وګړو ایستل اړین بولي.
د پاکستان د یوه طبي پوهنتون مکتوب چې له خپلو افغان محصلینو یې غوښتي چې له دغه پوهنتون ووځي او افغانستان ستانه شي.
د پاکستان حکومت دغه پرېکړه په پاکستان کې دننه او هم بهر له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې.
په تازه غبرګون کې د پاکستان په سنا مجلس کې د مخالفو ګوندونو مشر راجا ناصر عباس د طبي تحصیلاتو د شورا دغه پرېکړه غندلې او د سملاسي لغوه کېدو غوښتنهیې کړې ده.
هغه ویلي چې د افغان محصلینو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو ستنول چې د تحصیل په وروستي کال کې دي د دوی علمي راتلونکې له خطر سره مخ کوي.
بلخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د طبي تحصیلاتو د شورا دغه پرېکړه «د ژورې اندېښنې وړ» بللې او له اسلاماباد یې غوښتي چې سمدستي یې بېرته واخلي.
کرزي ویلي تعلیمي او علمي همکاري باید هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو قرباني نهشي.
له دې مخکې، افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه پرېکړه "غیر بشري" او "د خواشینۍ وړ" بللې وه.
د بخښنې نړیوال سازمان (امنېستي انټرنشنل) د پاکستان د طبي شورا دغه پرېکړه "تبعیضي او خپلسرې" بللې ده.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د پاکستان له طبي شورا غوښتي چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
له پاکستان څخه د افغان طبي محصلانو د ستنولو پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې په بېسارې توګه ترینګلې شوې دي او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په شدت دوام لري.
پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو وسلهوالو مخالفینو ته پناه ورکړې چې دننه پاکستان کې بریدونه کوي، خو کابل دا تور ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله والو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان نهاچوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان په خپلو نننیو څرګندونو کې دا هم وویل چې افغانستان دښمن هېواد نهدی، خو یوازنۍ ستونزه دا ده چې په ټکو یې اوسنی رژیم د ترهګرۍ په اړه د پاکستان حساسیت نه درک کوي او کله چې ترورېستي فعالیتونه کم شي، نو هیله شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به بېرته ورغېږي.