د ناروې د کډوالو شورا: له ایران او پاکستانه راستنې شوې کورنۍ د ژمي لپاره سرپناه ته اړتیا لري

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته زرګونه راستنې شوې کورنۍ په راتلونکي ژمي کې بیړنۍ سرپناه او بشري مرستو ته اړتیا لري، خو اکثرو یې تر اوسه هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې.

ایګلنډ ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۶ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، ډېری راستانه شوي کسان له لږو امکاناتو یا تش لاس بېرته راغلي او اوس د استوګنې او کار موندلو جدي ستونزې لري.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان مرسته کوونکي هېوادونه هم کم شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوالو راستنېدل بې‌ساری بللي دي.