افغان فزیک‌پوه طاهر شاران د کاناډا شاهي ټولنې دایمي غړیتوب ترلاسه کړ

افغان فزیک‌پوه او څېړونکي طاهر شاران د کاناډا د شاهي ټولنې د دایمي یا تل‌عمري غړي په توګه غوره شوی دی.

هغه له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د اتومي انرژۍ د عالي کمېسیون د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

شاران بي‌بي‌سي ته ویلي چې د دې معتبرې ټولنې غړیتوب د افغان کډوالې ټولنې بریا ده او دغه ویاړ یې د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ډالۍ کړی دی.

د کاناډا شاهي ټولنې په خپله رسمي معرفي کې شاران د نظري فزیک په څېړنو، علمي رهبرۍ او عامه خدمتونو کې د غوره کارنامې لرونکی ساینس‌پوه بللی دی. په ۲۰۲۶ کال کې یوازې درې فزیک‌پوهان د دې ټولنې غړیتوب ته غوره شوي چې شاران هم پکې شامل دی. د هغه د غړیتوب رسمي مراسم به د نوومبر په میاشت کې د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې ترسره شي.